پولیس چارواکي وايي په لکي مروت کې نامعلومو وسلوالو دوه ترافیکي پولیس په ډزو وژلي دي او په بنو کې بیا د ترهګرۍ ضد پولیسو د تحریک طالبان دوه وسلوال له منځه وړي دي.
د لکي مروتو د پولیسو ویاند شاهد خان د جولای په لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې د اسراییل او ثنا الله په نامه ترافیک پولیس د لکي مروتو تاجزۍ اډې ته د دندې لپاره روان وو چې په کمین ناستو وسلوالو پرې ډزې کړې او دواړه یې ځای پر ځای ووژل.
پولیس وايي د لټون عملیات یې پیل کړي دي خو تر دې دمه معلومه نه ده چې بریدکوونکي څوک وو؟ کومې وسلوالې ډلې هم په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
بل پلو، په بنو کې د ترهګرۍ ضد پولیس وايي، د عملیاتو پر مهال یې دوه وسلوال وژلي دي.
د جولای په لومړۍ نېټه د سي ټي ډي له دفتره خبریالانو ته په وراستول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د بنو په ډومیل چشمه سیمه کې پولیسو او سي ټي ډي په ګډه د عملیاتو پر مهال دوه وسلوال وژلي دي.
دوی وايي دواړه د تحریک طالبان پاکستان غړي او پولیسو ته مطلوب وو. د معلوماتو له مخې په وژلو شویو وسلوالو کې یو حسین احمد نومېږي چې د بنو د ډومیل سره تړاو درلود او دویم انعام طورو جهادیار دی چې تعلق یې له وزیرستان سره دی.
مشال راډیو د پولیسو د ترهګرۍ ضد پولیسو د ادعا سپیناوی نه شي کولی او خپلواکو سرچینو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي، د خیبر پښتونخوا پولیسو، د ترهګرۍ ضد پولیسو او نورو امنیتي ادارو د وسلوالو خلاف کارروايي تېزه کړې ده.
د ترهګرۍ ضد پولیسو ادارې (سي ټي ډي) تر دې وړاندې د جون پر ۲۹مه هم ادعا کړې وه چې د پېښور سره نږدې د ناقانونه پېژندل شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان دوه وسلوال یې وژلي دي.
د یادې ادارې لخوا د جون پر ۳۰مه رسنیو ته د استول شوي یو بیان له مخې په دغو دوو وسلوالو کې یو منیر احمد نومېده چې په مختلفو پېښو کې پولیسو ته مطلوب وو او د ځانمرګو بریدونو لپاره روزل شوی وو او دویم تن د هغه سهولت کار وو.
پولیس وايي منیر احمد اصلاٌ د افغانستان د ننګرهار ولایت سره تعلق لرلو، تېر کال د افغانستان له خوست ولایت نه پاکستان ته اوړېدلی وو او له هماغه وخته ورپسې د پولیسو لټون روان وو.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.
په خیبر پښتونخوا کې د بدامنۍ پر ضد وخت په وخت خلکو مظاهرې او جلسې هم کړې دي چې پکې یې له حکومته غوښتنه کړې چې د خلکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي.
بل پلو، د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د ملک په هره برخه کې د امن پر ځای کولو ته ژمن دی.