د خیبر پښتونخوا د خیبر ضلعې فعالان وايي چې په لواړګي (لنډي کوتل) تحصیل کې د نجونو په ښوونځيو کې د ښځینه ښوونکو د نشتوالي له امله هلته د نجونو د تعلیم کچه ډېره ښکته روانه ده.
په خیبر کې د تعلیم لپاره مبارزه کوونکي فعال بهادر خان شینواري د اکتوبر پر دریېمه د هغې ضلعې د خبريالانو په مرکز کې د پوهنې د ارزښت په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې په لنډي کوتل کې دا وخت شاوخوا ۲۱ ښوونځي د ښځینه ښوونکو د نشتوالي له امله بند پراته دي.
پر دې مهال د تعلیمي چارو په اړه د یوې غیر حکومتي ادارې مشر معروف شاه اپرېدي وویل چې په هغه سیمه کې تر پنځم ټولګي وروسته ډېرې کمې نجونې پرمخ زدکړې کوي. نوموړي وویل چې د روان (۲۰۲۵ز) کال د ۱۰م ټولګي په کلنۍ ازموينه کې په برخه اخيستونکو ۱۸،۰۰۰ زده کونکو کې يې یوازې درې سلنه نجونې وې چې د هغه په وينا دا ډېر کم شمېر دی.
د خيبر ځايي فعالانو له حکومته غوښتنه کړې چې د نجونو زدکړو ته پام وکړي او په دغه لړ کې ټولې ستونزې ژر تر ژره هوارې کړي.
بلخوا په خیبر کې د تعلیم د ادارې مرستیال مشر ډاکټر شیر زمان مشال راډيو سره د خبرو پر مهال ډاډ ورکړ چې د هغې ضلعې د نجونو د تعلیمي حالت د ښه کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي. نوموړي زياته کړه چې ښوونکي اخيستل شوي دي او امکان دې چې د اکتوبر تر پایه په دندو وګومارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د خيبر ولس څو ځله شکايت کړی وو چې د ښځينه ښوونکو د نشتوالي له امله د نجونو لسګونه ښوونځي تړل شوي دي.