د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو د افغان خبریال مهدي انصاري د خوشې کېدو غوښتنه کړې


افغان خبریال مهدي انصاري ـ انځور له ارشيفه
افغان خبریال مهدي انصاري ـ انځور له ارشيفه

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده د افغان خبریال مهدي انصاري د "سمدستي خوشې" کېدو غوښتنه کړې ده.

ایمنسټي انټرنیشنل د اکتوبر پر څلورمه پر خپله اېکس پاڼه په یوه بیان کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو عدالتي نظام په تېرو څلورو کلونو کې د هغو کسانو د ځپلو په وسیله بدل شوی چې د طالبانو پر سختو فرمانونو، تګلارو او اقداماتو نيوکه کوي.

بیان زیاتوي چې د طالبانو حکومت د خبریالانو او د مدني ټولنو او بشري حقونو د فعالانو د خپلسري نیونو، په غیر قانوني ډول زندانونو ته د خلکو د لېږدولو او جبري اعترافونو له لارې د هغوی غږ غلی کول غواړي.

مهدي انصاري شاوخوا یو کال وړاندې د کابل له دشت برچي سیمې څخه ونیول شو او وروسته ځايي عدالت د طالبانو پرضد د تبلیغ په تور په یونیم کال بند محکوم کړ.

طالبانو تېره اونۍ یوه ویډیو خپره کړه چې ظاهراً نوموړی پکې خپل جرم مني خو د افغانستان د خبریالانو مرکز د اکتوبر پر دويمه وویل چې له مهدي انصاري څخه اعترافونه په زور اخیستل شوي.

تر دې وړاندې هم خبريالانو يوشمېر نړيوالو سازمانونو او ټولنو په افغانستان کې د بیان ازادۍ پر وړاندې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی وو او په هغه هېواد کې يې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت (یوناما) ته په یو لیک کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د روان حالت د مخنیوي او د خبریالانو د دفاع غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG