د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت په هرات کې هم پر تلویزونونو محدودیتونه ولګول


په کابل کې د طلوع تلویزون یوه ویانده په پټ مخ خبرونه لولي - د ارشیف انځور
په کابل کې د طلوع تلویزون یوه ویانده په پټ مخ خبرونه لولي - د ارشیف انځور

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تازه په هرات ولایت کې په تصویري رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرولو بندیز لګولی دی.

له دې سره په افغانستان کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو په خپرولو د بندیز لړۍ ۲۲ ولایتونو ته وغځېده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي له هرات څخه مخکې، دا بندیز په کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر، لغمان، سرپل او بلخ ولایتونو کې په لیکلي یا شفاهي بڼه اعلان شوی وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي د دې بندیزونو دوام د بیان د ازادۍ او د رسنیو د ځپلو لامل شوی دی.

د دغه مرکز د همغږۍ او عدالت غوښتنې کمېټې مسولې سمیه ولي زاده د مشال راډیو افغان څانګې ته وویل: " په هرات کې د رسنیو مسولینو ته په شفاهي ډول ویل شوي چې له دې وروسته د ژوندیو موجوداتو تصویرونه نه شي خپرولی، دا د ډېرې اندېښنې وړ مسله ده او د دې لامل شوې چې په افغانستان کې د حاکم نظام له لوري د بیان پر ازادۍ او رسنیو محدودیتونه لا سخت شي. "

په ورته وخت کې، د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان هم په خپله اېکس پاڼه په خپره کړې اعلامیه کې په هرات ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو په خپرولو بندیز غندلی او ویلي یې دي دا محدودیت په هیڅ ډول د رسنیزو معیارونو، د مطبوعاتو له ازادۍ او د اطلاع رسونې له معیارونو سره سمون نه لري.

بل پلو د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې د اسلامي شریعت او افغاني کلتور په رڼا کې د بیان ازادۍ او د رسنیو فعالیت ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG