د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د بر سوات په نامه د نوې ضلعې جوړولو اعلان کړی دی


د سوات ضلعې يو بازار ـ انځور له ارشيفه
د سوات ضلعې يو بازار ـ انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا حکومت د سوات ضلعې په دوه برخو کې په وېشلو سره د بر سوات په نامه د نوې ضلعې د جوړولو اعلان کړی دی.

د اعلا وزیر د اطلاعاتو سلاکار بیرسټر محمد علي سیف د اکتوبر پر درېیمه په یوه خبرپاڼه کې د حکومت د دغې پرېکړې اعلان وکړ. دا پرېکړه د اکتوبر پر دویمه د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر علي امین ګنډه پور په مشرۍ د صوبايي کابینې په غونډه کې وشوه.

په دې اړه د سوات په مټه تحصیل کې د اکتوبر پر درېيمه جوړې شوې يوې غونډې ته د وينا پر وخت له سواته د صوبايي اسمبلۍ غړي فضل حکیم وویل چې حکومت دا پرېکړه د ولس د غوښتنې په رڼا کې کړې ده.

د سوات اوسېدونکو پر دې پرېکړې بېلا بېل غبرګونونه ښوولي دي. ځینې اوسېدونکي وايي چې د سوات په دوه برخو کې په وېشل کېدو سره به د ولس د ستونزو په هواري کې اسانتیا پیدا شي. خو ځيني بیا وايي چې په دې پرېکړې سره به د سوات تاریخي حیثیت اغیزمن شي.

له رسمي شمېرو سره سم د سوات ابادي دا وخت شاوخوا ۲۷ لاکه ده او دا ضلع اووه تحصیلونه لري.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG