د لاسرسي ځای

تازه خبر

متقي د اکتوبر پر نهمه د هند په ۷ ورځني سفر ځي


په افغانستان کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي ـ انځور له ارشيفه
په افغانستان کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي ـ انځور له ارشيفه

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د اکتوبر له نهمې بيا تر ۱۶مې به د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي کوربه توب کوي.

د دغه وزارت ویاند راندیر جېسوال د اکتوبر پر درېيمه په نوي دلي کې په یوه خبري غونډه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه بیان یاد کړ چې پر اساس یې متقي ته د هند د دغه سفر معافیت ورکړل شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او ګڼ نور لوړپوړي چارواکي د ملګرو ملتونو د سفري بندیزونو په نوملړ کې دي او کله نا کله یواځې د ملګرو ملتونو د دغه سفري بندیز په معافیت سره بهرنيو هېوادونو ته سفر کولای شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز زیاته کړه چې هندي چارواکي له طالب چارواکو سره په تماس کې دي او هند له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړي له زلزله ځپلو افغانانو سره د هند د مرستو یادونه وکړه او ویې ویل چې په لومړي سر کې دوی بېړنۍ مرستې ورسولې او وروسته یې نورې محمولې هم د چابهار بندر له لارې افغانستان ته واستولې.

XS
SM
MD
LG