چارواکي وايي د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد څانګې پولیسو په جمرود کې د عملیاتو پر مهال درې وسلوال وژلي دي.
د ترهګرۍ ضد پولیسو (کاونټر ټررېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) د سېپټېمبر پر ۱۹مه یوه خبرپاڼه خپره کړې چې ورکې یې لیکلي، په هم دې ورځ د جمرود په لاله چینه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس دغه عملیات ترسره شول.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، دوی استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وو چې په یاده سیمه کې د اسلامي دولت (داعش خراسان) ډلې یو قوماندان فضل نور له خپلو ملګرو سره د ترهګرۍ د یوې منصوبې په جوړولو بوخت دی.
د ترهګرۍ ضد پولیسو ځواک د معلوماتو له مخې د عملیاتو پر مهال دوی د درو وسلوالو جسدونه موندلي دي چې دوه یې د کرک او یو د افغانستان د ننګرهار دی. دوی وايي پخپله قوماندان فضل نور له سیمې تښتېدلی دی خو لټون یې روان دی.
مشال راډیو په خپلواکه توګه د ترهګرۍ ضد د پولیسو د ادعا سپیناوی نه شي کولی او کومې وسلوالې ډلې هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.
په پاکستان کې تحریک طالبان او ځینې نورې وسلوالې ډلې د ریاست خلاف جنګېږي. دوی د خیبر، شمالي او جنوبي وزیرستان ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په نورو قبایلي ضلعو کې هم وخت په وخت د پوځ، پولیسو او ملېشه ځواکونو خلاف بریدونه کوي.
پاکستان دا تورونه هم لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسلوال په افغانستان کې هم موجود دي او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره وخت په وخت پاکستان ته اوړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تل دا ډول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې خپله خاوره د چا پرضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.