عیني شاهدان وايی چې د خيبر ضلعې په تيرا کې د پاکستاني پوځ په هوايي بريد کې لږترلږه ۲۳ کسان وژل شوي او يوشمېر ژوبل دي.
خو د پاکستان امنیتي ځواکونه وايي چې په یاده سيمه کې يې هېڅ حمله نه ده کړې.
د اکاخېلو شډلې سيمې دوو عيني شاهدانو مشال رېډيو ته ویلي چې د "پاکستان پوځ پر کورونو حمله" وکړه چې په نتیجه کې یی کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوی دي. عيني شاهدانو او له باړې څخه تيرا ته ورغليو سياسي او مدني فعالانو مشال رېډيو ته ويلي چې په بريد کې تراوسه پورې لږترلږه ۲۳ کسان وژل شوي دي.
یوازې د يوه کور له ملبې څخه د ۱۹ کسانو مړي راوايستل شولخان ولي اپرېدی
دوی زیاتوي چې وژل شوي کسانو مړي په کټونو کې اېښودل شوی دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شته.
د خیبر سیاسي اتحاد یوه مشر او مدني فعال خان ولي اپرېدي مشال ريډیو ته وویل چې په تیرا اکاخېلو شډله کې د پېښې ځایی ته ورغلي وو او هلته یی په خپلو سترګو ولیدل چې کورونه ړنګ پراته وو او داسې اندازه وه چې لومړۍ ډرون کېمرو یا کواډ کاپټر په وسيله توغنديو ویشتل شوي خو چې دوی د زیان اندازه ولګوله نو داسې ښکاریده چې دا د ډرون نه بلکې د جېټ الوتکو برید وو.
په اکاخېلو شډله کې دوو مشرانو مشال رېډيو ته ويلي چې د ډرون کېمرو یا کواډ کاپټر اوازونه یی واورېدل او بیا چې کله پرې برید وشو نو دوي پوهه نه شول چې دا د هم دې ډرون په نښه کړل او که نه یوازې يې د کورونو عکسونه واخیستل او وروسته ورپسې جېټ الوتکو حمله وکړه.
خان ولي اپرېدي مشال ريډیو ته وویل چې هلته یوازې د یوه کور له ملبې څخه د ۱۹ کسانو مړي راایستل شوي دي چې ده په خپلو سترګو وليدل او د نورو کسانو لټون هم روان وو.
خان ولي اپرېدي زیاته کړه چې د سیاسي اتحاد غړو او مدني فعالانو هڅه وکړه چې د وژل شویو کسانو مړي دوی ته وسپارل شي چې د احتجاج لپاره يې پېښور ته یوسي خو ځایی قومي مشرانو اجازه ور نه کړه او و يې ويل چې دوی لومړۍ مړي ښخوي او بیا به اححتاج کوي.
د ده په وینا، کله چې ځایي مشرانو د وژل شویو کسانو د جنازو اعلان وکړ نو دوی له تېرا څخه باړې ته ستانه شول.
ځایي خلکو، د پارلېمان غړو او بلدیاتي استازیو مشال رېډیو ته ويلي چې وژل شوي ټول کسان ولسي وګړي دي او د دوه په وینا، پکې هېڅ يو وسلوال نه وو.
له خيبره د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۲مه په يوه ويډيويي پیغام کې هم دا دعوه کړې ده چې په هوايي بريد کې ۲۳ کسان وژل شوي دي. نوموړي پر خلکو غږ کړی دی چې د دې پېښې پرضد دې د احتجاج لپاره ځانونه باړې ته ورسوي.
بلخوا د پاکستان امنيتي چارواکو د سېپټېمبر پر ۲۲مه رسنيو په استولي بيان کې دا پروپاګنډ بللی او ويلي يې دي چې دوی په اکاخېلو کې هېڅ بمباري نه ده کړې. البته بیان زياتوي چې په اکاخېلو شډله سيمه کې د وسلوالو لخوا د اېښودل شويو بارودي مواد د چاودېدو له امله مرګژوبله شوې ده.
تر دې دمه د پاکستان حکومت او پوځ په رسمي توګه څه نه دي ويلي. تر دې وړاندې هم په خيبر او نورو قبايلي سيمو کې په هوايي بريدونو کې ولسي وګړي وژل شوي چې وروسته ځینې پېښې پوځ منلې او خلکو ته يې معاوضې هم ورکړې دي.
د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې يو ځل وسلوالو فعاله شوي چې پرضد يې پوځی عملیات هم تېز شوي دي. د بريدونو او عملیاتو په تازه څپه کې ګڼ ولسي وګړي وژل شوي او په لکونه کسان يو ځل بیا بېکوره شوي دي.
ځايي فعالانو او سياسي ګوندونو د سيمې د امنیت لپاره په وار وار پاڅونونه کړي او غوښتنه کوي چې سيمه دې له وسلوالو پاکه کړل شي او په عملیاتو کې دې ولسي وګړي نه وژل کېږي او نه هم بې کوره کېږي.
خو حکومت تل ويلي دي چې د سيمې امنیت ته ژمن دی او هڅه کوي چې د عملیاتو پر مهال ولسي وګړو ته مرګژوبله ونه رسېږي.