د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لکي مروت کې د مليشا ځواک سرتېری تښتول شوی


امنیتي ځواکونو د وسلوالو ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. پخواني انځور
امنیتي ځواکونو د وسلوالو ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. پخواني انځور

د لکي مروتو پوليس وايي چې نامعلومو وسلوالو د سېپټېمبر پر ۲۱مه د مليشا ځواک يو سرتېری او د هغه يو ملګری تښتولي دي.

پوليسو په بیان کې ويلي چې د افاق په نوم يو سرتېری او د هغه ملګری عبدالخيل وسلوالو له ځان سره بیولي دي چې دوی يې د لټون لپاره عملیات پیل کړي دي.

تر دې وړاندې د سېپټمېبر پر ۱۹مه هم وسلوالو د ملیشا ځواک يو ريټايرډ صوبېدار له خپله کوره تښتولی وو چې لاهم له هغوی سره دی.

په بکاخيل، لکي مروت، بېټنو او شاوخوا سيمو کې په وار وار حکومتي چارواکي، عادي خلک او کاروباریان تښتول شوي دي چې پکې ځینې بیا د جرګو مرکو له لارې خوشي کړل شوي دي.

د لکي مروتو د جرګې مرستیال مشر اختر ګل بېټڼي د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال رېډیو ته وویل چې د روانې ناامنیو له کبله د سيمې هر کس په وېره کې دی.

"په ټوله صوبه کې ناامني ده په ځانګړې توګه په لکي مروتو کې هره ورځ د تشدد پېښې کېږي او د پولیسو، ايف سي سرتېري او عام وګړي تښتول کېږي.له حکومته او پوځه د عملي ګامونو پورته کولو خواست کوو."

د بنو د سوداګرو خونې او امن پاڅون یو مشر ناصر بنګښ مشال رېډیو ته ويلي چې د ناامنیو له وجې کاروبارونه په ټپه درېدلي او خلک خپلې شتمنۍ نورو سيمو ته انتقالوي.

د ده په خبره چې د پاڅونونو، احتجاجونو او د حکومتي ژمنو سربېره هم ناامني کمه شوې نه ده.

د بنو ډوېژن پولیسو مشر سجاد خان د دې په غبرګون کې مشال رېډیو ته وویل چې په بنو ډوېژن یعني په شمالي وزیرستان، لکي مروت او بنو کې د وسلوالو بریدونه او فعالیتونه زیات شوي دي خو دوی يې د مخنيوي لپاره عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په وروستيو کې د بنو په ګډون په شمالي وزیرستان، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو) او د خيبر پښتونخوا په يوشمېر نورو سيمو کې هم د تښتونو او د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG