د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي په راتلونکو دوو اونیو کې به د اوکراین جګړې په اړه مهمې پرېکړې اعلان کړي


د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د فوټبال نړيوال فيدارسيون مشر جياني افنانتينو د سپینې ماڼۍ په یوه غونډه کې - د اګست ۲۲مې انځور
د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د فوټبال نړيوال فيدارسيون مشر جياني افنانتينو د سپینې ماڼۍ په یوه غونډه کې - د اګست ۲۲مې انځور

د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي چې د اوکراین پر ضد د روسيې د پراخې جګړې په اړه به خپل دریځ په راتلونکو دوو اونیو کې روښانه کړي.

ټرمپ د اګست پر ۲۲مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال یو وارې بیا خبرداری ورکړ چې په پرېکړه کې به یې د روسیې پر ضد بندیزونه هم شامل وي.

نوموړي وړاندې وویل د کومې پرېکړې کولو نه وړاندې به دې ته ګوري چې د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتین د اوکراین له ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي سره ګوري او که نه؟

هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، "زما په اند زه به په دې موده کې پوه شم، د روسیې او اوکراین دواړو په رویې (چلند) به ورسېږم."

تر اوسه روسیې او اوکراین د ټرمپ د دې تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

کله چې له نوموړي وپوښتل شول چې په دو اونیو کې به څه پرېکړه کوي ؟ نو هغه په ځواب کې وویل چې دا به یوه مهمه پرېکړه وي او ورکې به پراخ بندیزونه، پراخې تعارفې او ممکن دواړه شامل وي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ تر دې وړاندې هم ویلي ول چې سپینه ماڼۍ هڅه کوي د پوتین او زېلېنسکي ترمینځ د سولې خبرو لپاره ملاقات برابر کړي او دا چې ښايي وروسته یو درې اړخیز ملاقات هم وشي چې پکې به ټرمپ هم شامل وي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست ۲۰مې او ۲۱مې ترمینځ شپې مهال هم روسیې پر اوکراین توغندي وورول او د بې بیلوټه الوتکو بریدونه یې وکړل چې پکې یو کس ووژل شو او دوه نور ژوبل شول. د راپورونو له مخې، په برید کې لسګونه استوګنیزې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

ټرمپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې په هغو مراسمو کې وکړې چې پکې اعلان وشو چې د ۲۰۲۶ز کال د فوټبال د نړېوال جام د مهالوېش اعلان به د روان کال په ډېسېمبر کې په واشنګټن کې ترسره شي. په دې غونډه کې د فوټبال د نړیوال فیدراسیون مشر جياني افنانتينو هم ګډون درلود. امریکا، کاناډا او مېکسیکو به په شریکه د ۲۰۲۶ز کال د فوټبال د نړېوال جام کوربانه وي.

پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل له وجې د روسیې د فوټبال او نورې لوبډلې په نړیوالو جامونو او ورزشي سیالیو کې له ګډونه منع کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG