اوکرایني چارواکي وايي، روسیو ځواکونو پر هېواد لوی هوايي برید پیل کړ او ګڼې سیمې يې په ډرونونو او توغندیو په نخښه کړي دي.
چارواکو ولسي وګړو ، د استوګنې سیمو او زېربنا (انفراسټرکچر) ته د پام وړ زیان اوښتو راپور ورکړی دی.
د اوکراین هوايي ځواک وايي، روسیې د اګست ۲۰مې او ۲۱مې ترمینځ شپې مهال د ۵۷۴ بې پیلوټه الوتکو او ۴۰ توغندیو بریدونه وکړل.
د اوکراین په لویدیځ کې سیمه ییز والي مکسیم کوزېڅکي ویلي چې پر لفیف ښار د اګست پر ۲۱مه تر نیمې شپې وروسته د توغندي او ډرونونو په برید کې یو کس ووژل او دوه ژوبل شول. د راپورونو له مخې، په برید کې لسګونه استوګنیزې ودانۍ زیانمنې شوې دي.
ښاري شورا پر فېسبوک په بیان کې ویلي دي چې د اوکراین غربي پولې ته نېږدې په زکرپاتیا سیمې په موکاچېفو کې د توغندي په جلا برید کې ۱۲ تنه ژوبل شوي دي.
داراز، د اوکراين پر يوشمېر نورو سيمو هم د روسیې حملو خلکو ته مرګژوبله اړولې خو کره شمېر یې لا معلوم نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه ورځ مخکې د هېواد پر شمالي سیمې سومي د روسیې حملې لږ تر لږه ۱۴ تنه ژوبل کړل.
د اوکراین وزیراعظمې یولیا سوېريدېنکو د اګست پر ۲۰مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې روسیه "ترهګرۍ ته پر دوام" ورکولو تورنه کړه.
مسکو په بیا بیا ویلي چې ولسي وګړي او ولسي زېربنا ( انفراسټرکچر) نه په نخښه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ غواړي د روسیې او اوکراین ترمینځ جګړه ختمه او سوله وکړي.
مسکو لا د تازه بریدونو په اړه د اوکراینیو چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
روسیې درې کاله مخکې په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه دوام لري.