په شمالي وزیرستان کې ځايي خلک وايي چې د مې پر ۱۹مه، د پاکستاني پوځ په ډرون برید کې د يو کور ۴ ماشومان وژلي او د ۲ ښځو په شمول یې درې کسان ژوبل کړي دي.
د ميرعلي په هورمز کې شوې تر دې پېښې وروسته، ځايي اوسېدونکو مړي سړکونه ته راویستلي وو او احتجاج یې کړی دی. هغوی غوښتنه کړې چې د پاکستان حکومت دې ډرون او هاوان حملې ودروي ځکه چې په وينا په هغو بریدونو کې د وسله والو پر ځای ولسي وګړي زیانمنېږي.
د میرعلي اوسیدونکي او مدني فعال، عادل داوړ مشال راډیو ته وویل چې خلک په خپلو کورونو کې هم خوندي نه دي. هغه زیاته کړه: "نن یې بیا ماشومان په وینو سره کړل. دا څنګه د وسله والو یا ترهګرۍ ضد جنګ دی چې ماشومان او ښځې په خپلو کورونو کې هم محفوظ نه دي. اخر په کومه ګناه وژل کیږي؟"
د شمالي وزيرستان وکيلانو د هغه ډرون برید پر ضد د مې پر ۲۰مه، احتجاج اعلان کړی دی. وکيلانو رسنيوو ته په لېږلې يوه خبرپاڼه کې ويلي چې حکومت دې سمدستي د بې ګناه خلکو د وژل کېدو سلسله ودروي.
د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ هم پر اېکس ليکلي چې دا ډورن بریدونه هره ورځ "د دهشت د باران په شکل" کې ورېږي. هغه زیاته کړې چې پر ولسي وګړيو د بریدونو دا لړۍ دې ودرېږي: "ریاست زموږ د خلکو په خلاف د جارحيت او تباهۍ جګړه کوي."
تر اوسه د پاکستان وفاقي حکومت، صوبايي حکومت او پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي. خو په تېرو وختونو کې يې ويلي وو چې د وسله والو پر ضد د عملياتو او نښتو په وخت کله کله ولسي وګړيو ته زیان رسېږي.
دا لومړی ځل نه دی چې په قبايلي سيمو او په ځانګړې ډول په شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان کې د پوځ په ډرون بریدونو کې عام خلک وژل کېږي. تر دې مخکې هم داسې پېښې شوې دي.
په روانې مې مياشت کې د جانېخیلو قام په بنو کې د هغه ډرون بريد پر ضد پرلت وهلی وو چې په يو کور کې یې ۱۵ ماشومان ژوبل کړل. خو تر يوې اونۍ احتجاج وروسته ورسره ځايي انتظامیې مذاکرات وکړل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د ولسي وګړيو خونديتوب ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.
تر هغه مخکې په ميرعلي او د جنوبي وزيرستان په بېلابېلو برخو کې هم د پاکستاني پوځ د ډرون او هاوان بریدونو پر ضد احتجاجونه شوي دي. خلکو له حکومت او پوځ غوښتنه کړې چې د ولسي وګړيو د کورونو له ویشتلو دې لاس واخلي.