د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي د پوځ ډرون برید کې د سکول یو زده کوونکی وژل شوی


د سیمې اوسېدونکي وايي، ډرون برید په میرلي کې شوی دی.
د سیمې اوسېدونکي وايي، ډرون برید په میرلي کې شوی دی.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي دعوه کوي چې په میرلي کې د پوځ په ډرون برید کې د ابتدايي ښوونځي (پرایمري سکول) یو زده کوونکی وژل شوی دی.

د میرلي د موسکي کلي اوسېدونکو شعېب خان او حسن خان مشال راډیو ته وویل چې امنیتي سرتېرو د اپرېل پر ۲۳مه د مشکوکو وسلوالو په نخښه لپاره د بې پیلوټه الوتکې توغندی وکاراوه چې په لاره کې روان ماشوم یې ښکار شو.

د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکو لا د خلکو د دعوې او پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

خو د هغې ضلعې اوسېدونکي وايي چې هلته د وسلوالو پرضد د کاروایو پر مهال اکثر ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکو د اپرېل پر ۲۲مه مشال راډیو ته ویلي ول چې هلته په تېرو ورځو کې د پوځ په ډرون حملو کې درې ولسي وګړي ژوبل شوي دي. هغوی له چارواکو وغوښتل چې د وسلوالو پر وړاندې دې په عملیاتو کې د ځايي خلکو د مرګژوبلې مخه ونیسي.

د اپرېل په پیل کې د میرلي اوسېدونکو په ډرون حملو کې د دوو ولسي وګړو د وژل کېدو او د څلورو کسانو د ژوبلېدو پر ضد احتجاجي ناسته هم کړې وه چې بیا یې د حکومتي چارواکو په ډاډ ختمه کړه.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم هغه مهال مشال راډیو ته وویل چې له پرلتوالو سره یې جرګه وکړه، هغوی ته په عملیاتو کې د ولس خوندیتوب ته د پام کولو ډاډ ورکړ او په خبرو کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکې کې به "حکومت او ولس په شریکه" د امنیت لپاره کار کوي.

د هغه پرلت مشرانو او انتظامي چارواکو دا هم ویلي ول یوه کمېټي جوړوي چې د ټول شمالي وزیرستان د خلکو غوښتنو او ستونزو په اړه له چارواکو سره خبرې کوي.

د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکو څه موده مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې په ضلع کې یې د امنیت په موخه د وسلوالو پرضد کاروایۍ سختې کړې دي او زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.

XS
SM
MD
LG