د پولينډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي وایي، د امریکایي او اوکرایني چارواکو ترمنځ په سعودي عرب کې له شوې موافقې وروسته د پولينډ له سرحدي لارې اوکراین ته د امریکا د پوځي مرستو لېږد يو ځل بیا پیل شوی دی.
سیکورسکي د مارچ پر دولسمه په وارسا کې له خپل اوکرایني سیال اندرې سیبیها سره چې په جده کې له خبرو وروسته بیرته ستون شوی، په یوه خبري غونډه کې وويل چې د پولينډ د جنوب ختیځې لویې لوژیستیکي لارې، د وسلو لیږد بیرته په پخوانۍ کچه پیل شوی دی.
واشنګټن تیره اونۍ په وایټهاوس کې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ترمینځ د لفظي ناندریو په تعقیب له اوکراین سرهد پوځي مرستو د ځنډولو اعلانوکړ.
د ازادي اروپا راډيو د کرنټ ټایم ټيليويژن د راپورله مخې چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې له سرتیرو سره د مرکو پر اساس چمتو کړی، دغه اقدام په اوکراین کې ډیرې اندیښنې راپورته کړې دي.
یو سرتیري چې نوم یې سوکول ښودل شوی او د اوکراین په ختیځ دونیڅک سیمه کې دنده ترسره کوي، وویل: "موږ ته نورې وسلې راکړئ. موږ به خپل امنیت تضمین کړو."
په سعودي عرب کې د اوکرایني او امريکايي چارواکو ترمنځ د نهه ساعته غونډې وروسته د وسلو لړۍ بیا پيل شوې ده. په هغه غونډه کې اوکراين له روسیې سره د يوې مياشتې لپاره په اوربند موافقه وکړه. خو مسکو تر اوسه د اوربند په اړه څه نه دي ويلي.
تر هغو خبرو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ چې واشنګټن اوس دغه وړاندیز مسکو ته وړاندې کړي.
پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل له پیله د ۲۰۲۴ کال د دیسمبر تر پایه پورې امريکا نیږدې ۱۲۳ اربه ډالره مالي، بشري او پوځي مرستې چمتوکړي دي چې دا اوکراین ته د ورکړل شویو مرستو ترټولو لویه برخه ده. امريکا له اوکراین سره د وسلو یوازینی لوی مرسته کوونکی دی او د سوکول څرګندونو دا په ډاګه کړه چې د اوکراین د جګړې د هڅو لپاره د وسلولیږد بیا پیلیدل څومره مهم دي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندرې سیبیها په وارسا کې د خبرو پر مهال د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د خپل هیواد ژمنې بیا تکرار کړې. هغه وویل: "موږ چمتو یو چې په خپله خوا کې مناسب ټیم جوړ کړو چې د دې اوربند د پلي کیدو لپاره یې د لارې پر نقشې کار وکړي. البته که دا اوربند رامنځته شي."
روسي چارواکو د دغه راپور ترچمتو کیدو پورې په سعودي عرب کې د شوې غونډې وړاندیزونو ته نېغ په نېغه ځواب ندی ویلی. خو د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د مارچ په ۱۲مه، وویل: "موږ په راتلونکو ورځو کې له امریکایانو سره تماسونه پلان کړې دي. تمه لرو چې په ترڅ کې به یې بشپړ معلومات ترلاسه کړو."