د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي که پوتین پر اوکراين مذاکراتو ته نه اماده کېږي نو پر روسيې به نور بندیزونه ولګوي


د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۱مه په سپينه ماڼۍ کې وينا کوي.
د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۱مه په سپينه ماڼۍ کې وينا کوي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ روسیې ته ګواښ کړی چې که ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرې اترې ونکړي نو اضافي بندیزونه به ورباندې ولګوي.

په عین حال کې نوموړي د چین له ولسمشر شي جېنپېنګ څخه هم وغوښتل چې د شخړې د پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

د جنورۍ پر ۲۱مه چې په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو له ولسمشر ټرمپه وپوښتل چې که پوتین مذاکراتو ته نه اماده کېږي نو ایا واشنګټن به پر روسیې تازه بندیزونه ولګوي او که څنګه، نو نوموړي په ځواب کې ورته وويل: "هم داسې ښکاري."

ټرمپ له پوتین سره د خبرو کولو اراده تکراره کړه خو په اړه یې څه وضاحت ور نه کړ چې کله ورسره خبرې کول غواړي.

نوموړي وویل: "موږ د [اوکرایی له مشر وولوديمیر] زېلېنسکي سره خبرې کوو. موږ به ډېر ژر له ولسمشر پوتین سره خبرې وکړو. موږ به ګورو."

د امریکا ولسمشر د جنورۍ پر ۲۰مه وویل چې زېلېنسکي ورته ویلي ول چې هغه د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې تړون غواړي.

ولسمشر ټرمپ د پوتین د نېږدې متحد او چینایي ولسمشر شي جېنپېنګ ته په اشاره وویل چې په ټېلېفوني خبرو کې یې ورڅخه غوښتنه کړې ده چې د هغې "ظالمانه شخړې" په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

ټرمپ دا هم وویل چې د هغه کاري ډلې اوکراین ته د اضافي وسلو د لېږد امکان هم په پام کې نیولی دی.

ټرمپ د امريکا ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتي کيمپېن پر مهال د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې له خوا له اوکراین سره د مرستو پر سطحې سختې نیوکې کولې.

نوموړي دا هم ويلي ول چې د واک تر سمبالولو وروسته به په ۲۴ ساعتونو کې د روسیې او اوکراین ترمینځ شخړه پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG