د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین ولسمشر وايي، د روسیې جنګي اهداف نه دي بدل شوي


په ډونېڅک سیمه کې خلک د یوې ړنګې ودانۍ مخې ته روان دي: انځور مارچ ۸، کال ۲۰۲۵م
په ډونېڅک سیمه کې خلک د یوې ړنګې ودانۍ مخې ته روان دي: انځور مارچ ۸، کال ۲۰۲۵م

د اوکراين ولسمشر ولودومير زېلېنسکي وايي پر هېواد يې د روسیې وروستي خونړي هوايې بريدونه ښايې چې د ماسکو جنګي اهداف نه دي بدل شوي. نوموړي پر روسيې د نویو بنديزونو لګولو غوښتنه هم کړې ده.

زيلېنسکي د مارچ پر اتمه په ټېلېګرام ليکلي دي چې تر دې بريدونو وروسته دا ډېره مهمه ده چې د اوکراينيانو د ژوند خوندي کولو، د اوکراين د هوايي نظام د مضبوطولو او د روسیې خلاف د بنديزونو زياتولو لپاره بايد اقدامات جاري وساتل شي.

هلته د اوکراين په مشرقي برخه کې ځايي چارواکي وايي د مارچ پر اوومه، شپې مهال د روسیې لخوا هوايې بريدونو لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي.

تر دې وړاندې روسیې د اوکراين په ګڼو سيمو کې د انرژۍ او ګېسو په بېخبینا په پراخه کچه ډرون او ميزايل حملې وکړې.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مارچ پر اوومه وویل، که روسیه پر اوکرایین بریدونو ته دوام ورکړي بندیزونه پرې وضعه کوي.

ټرمپ پر ټروت شبکې په خپل پروني بیان کې غوښتنه کړې چې روسیه او اوکراین دې همدا اوس مخکې له دې چې ډېره ناوخته شي، خبرو ته کېني. د دې بیان له خپرولو وروسته ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې څرګنده کړه چې دی لا هم باور لري چې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین سوله غواړي خو د ده په وینا پر اوکراین باور نه شي کولای.

XS
SM
MD
LG