د بر جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وايي، د کونډې غره په ځنګل کې د لګېدلي اور له کبله ورته د کروړونو روپیو تاوان اوښتی دی.
د بر جنوبي وزیرستان په کوټکۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی رحمت شاه مسید وايي چې اور د فېبرورۍ په شپږمه د امنیتي ځواکونو لخوا د توپو او مارټر ګولو د استعمال په نتیجه کې لګېدلی، چې لا هم دوام لري.
رحمت شاه د فیبرورۍ پر اوومه مشال راډیو ته وویل، چې په دې اور کې ډېرې قیمتي ونې او بوټي سوځېدلي دي."په دې کې د سلګونو کلونو زړې ونې سوځېدلي دي. نښتر، چلغوزي، څېړۍ او نور ګڼ بوټي پکې شامل دي."
تر اوسه امنیتي ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د جنوبي وزیرستان د ځنګلونو څانګې مرستیال مشر عرفان مسید، مشال راډیو ته ویلي، چې د ځنګل د اور لګېدو علت نه دی معلوم، خو د مړ کولو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پوځ وايي، په جنوبي وزیرستان کې د وسلوالو پر ضد هدفي عملیات کوي.