د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا بیړنیو خدمتونو اداره په سلیمان غره کې د لګېدلي اور د قابو کولو هڅې کوي


د خیبر پښتونخوا په شانګله کې د لګیدلي اور د وژلو هڅې: انځور د ۲۰۲۲م کال د جون درېیمه
د خیبر پښتونخوا په شانګله کې د لګیدلي اور د وژلو هڅې: انځور د ۲۰۲۲م کال د جون درېیمه

د خيبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان د بيړنيو خدماتو څانګې چارواکي وايي چې په سليمان غره (کوه سلیمان) د لګېدلي اور د قابو کولو هڅې کوي.

د دې ضلعي د بيړنيو خدمتونو د څانګې چارواکي انجينير فصيح الله د اکتوبر په ۳۱مه په يوه خبر پاڼه کې وېلي چې خيبر پښتونخوا سره پر سرحد پروت د بلوچستان په حدودو کې پر ځنګله لګېدلی اور د خیبر پښتونخوا په برخه کې ۹۰ فيصده قابو کړل شوی دی.

خبرپاڼه زياتوي چې د نومبر پر لومړۍ نېټه به د ډېره اسماعيل خان ضلعي بيړنيو څانګې چارواکي انجينير فصيح الله په مشرۍ ټيم هم د اور وژنې په عملياتو کې برخه واخلي.

تر دې مخکې چارواکو ويلي وو چې د اکتوبر ۳۰مې نېټې په شپه د خيبرپښتونخوا د کوه سلېمان (سلیمان غر) په ځنګل کې اور ولګېد چې وروسته د بلوچستان د شېراني ځنګلونو ته ورسېد. لا هم معلومه نه ده چې د اور لګېدو ولې لګېدلی دی او څومره ځمکه باندې ولاړ ځنګلونو ته يې تاوان رسولی دی؟ خو د يادونې وړ ده چې په ۲۰۲۲م کال کې هم د بلوچستان په شيراني ضلع کې د کسې غرونو په ځنګلونو کې د اور لګېدو له کبله د ځنغوزو او زيتونو زرګونه ونې سوځېدلې وې او درې کسان وژل شوي ول.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG