د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې شیعه مشرانو له حکومته د بندو لارو د پرانیستلو غوښتنه کړې


د اکتوبر پر ۱۸مه شیعه مشران جرګه کې سره راټول دي.
د اکتوبر پر ۱۸مه شیعه مشران جرګه کې سره راټول دي.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې شیعه ګانو یو ځل بیا غوښتنه کړې چې په سیمه کې ټولې لارې دې د تګ راتګ لپاره خلاصې شي.

په پاړه چینار کې دیني عالم مولانا نور حسین نجفي د اکتوبر پر ۱۸مه یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، په سیمه کې د مقبلو پر قافلې تر برید وروسته د لارې له تړل کېدو سره د هغوی د ساتنې لپاره د حکومت پالیسي ته حیران دي.

نجفي وايي، پر مسافرو شوی برید یو شخصي اقدام وو، خو د لارې بندولو سره ټول قام ته سزا ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۱۲مه د مقبلو د ګاډو پر کاروان په حمله کې ۱۷ تنه وژل شوي ول. تر هغه وړاندې، پر همدغه ورځ وسلوالو د کونج عليزوغره ته پر تلليو درو کسانو ډزې کړې وې چې پکې هغوی ژوبل شوي ول.

چارواکي وایي چې داسې ښکاري چې دویم برید د لومړۍ پېښې په غبرګون کې شوی وي.

تر هغې پېښې وروسته نه یوازې پر توريو او بنګښو لارې بندې دي، بلکې په بره کورمه کې مېشت د سنیانو قومونه هم په خپلو سیمو کې بند پاتې دي.

د شاه دولت خیلو یو مدني فعال لایق حسین د اکتوبر پر ۱۹ مشال راډیو ته ویلي، د سیمې لارې له اتو ورځو راهیسې په بشپړه توګه تړلې دي، چې له امله یې عام خلک له ستونزو سره مخامخ دي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په سیمه کې د د سېپټېمبر پر۲۰مه د ځمکې پر نښتې پیل شوی وې چې وروسته یې فرقه ییزه بڼه واخیسته او د ضلعې تر یوشمېر سیمو وغځېدې. په هغو نهه ورځنیو نښتو کې ۴۴ تنه وژل شوي او تر ۱۳۰ زیات ژوبل شوي ول.

نښتې له اورکزیو، هنکو او کواټ څخه د ورغلیو مشرانو د جرګې په مرسته تر اوربند وروسته ودرېدې. تر اوربند وروسته تړلې لارې لا په بشپړه توګه خلاصې شوې نه وې او د کاروانو د ساتنې په وسیله حکومت د خلکو دتګ راتګ ستونزه په عارضي توګه حل کړې وه خو د مقبلو پر کاروان تربرید وروسته هغه لړۍ هم ودرېده.

په پیرقیوم کې د سنیانو یو مشر حکمت خان حکمتیار د اکتوبر پر ۱۸مه د مطبوعاتي کنفرانس پر وخت ویلي چې پر دوی دا الزام دی چې تر برید وروسته یې پر شیعه ګانو لارې تړلې دي خو داسې نه ده. هغه وویل که څوک له ویرې نه راځي نو هغه بېله خبره ده، سړکونه خلاص دي خو د وروستي فرقه يیزې ترینګلتیا وروسته ورته د سیمې حالات ښه نه ښکاري.

حکمتیار وویل چې که غواړي د سیمې امن بېرته بحال شي او خلک بې له وېرې ازاد تګ راتګ وکړي، نو پر مسافرو د شوي برید عاملین باید ونیول شي، د ناقانونه تنظیمونو پر ضد پوځي عملیات وشي، د امن معاهدې پر ماتېدو ۱۲ کروړه جرمانه واخیستل شی، غټې وسلې ضبط شي او د لارو امنیت یقیني شي.

بلخوا د سیمې حالات ښه کولو لپاره د شیعه ګانو په خپلو کې او له حکومتي مشرانو سره جرګې روانې دي.

د اکتوبر پر ۱۷مه د شیعه ګانو قومي مشرانو ته، پر مسافرو د شوي برید په تازه پېښه کې د شینګک، نستي کوټ او کونج عليزو ۲۹ مطلوبو کسانو په شمول د ۶۳ نورو یو لیست سپارل شوی دی.

د ضلعې انتظامیې مشر ډپټي کمیشنر جاوید الله محسود د یاد لیست د سپارلو پر وخت ځایي مشرانو ته په خطاب کې ویلي، پر ځای د دې چې حکومت د دغو کسانو د نیولو لپاره کاروايي پیل کړي، ټول مطلوب کسان دې په رضا حکومت ته حواله شي.

محسود زیاته کړې، نه غواړي چې د سیمې حالات نور خراب شي او یا د مطلوبو کسانو پر ضد د عملیاتو د پیل کېدو په ترڅ کې عام خلک وکړېږي.

په سیمه کې د مطلوبو کسانو د سپارلو او پر نورو غوښتنو په اړه د شیعه ګانو مشرانو جرګې د شینګک، نستي کوټ، او کونج عليزو له مشرانو سره خبرې کړي دي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG