د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر ضلع: په برید کې ۳ سرتېري ژوبل شوي


په خیبر کې د ویجاړ شوي ګاډي سره نېږدې پولیس سرتېری ولاړ دی ـ د جولای ۲۲مې انځور.
په خیبر کې د ویجاړ شوي ګاډي سره نېږدې پولیس سرتېری ولاړ دی ـ د جولای ۲۲مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې د پولیسو پر موټر شوې چاودنه کې درې پولیس سرتېري ژوبل شوي دي.

د سیمې پولیسو ویاند ظهیر اپریدي مشال راډیو ته وویل، چاودنه د جولای پر ۲۲مه غرمه مهال د تیرا درس جومات پل سره نېږدې شوې چې پکې د تیرا څیړۍ کنډوا پولیسو انچارج خوشال امین او ورسره دوه نور پوليس سرتېري ژوبل شوي دي.

هغه وویل، ژوبل پولیس یې روغتون ته رسولي او حالت یې له خطرې بهر دی.

پولیس وايي، چاودېدوونکي توکي وار له مخه هلته اېښودل شوي ول او د ریموټ له لارې چوول شوي دي. په چاودنه کې د پولیسو موټر ته هم زیان اوښتی. پولیس وايي، چاودنه هغه مهال وشوه چې دوی په سیمه کې ګزمه کوله.

تر پېښې وروسته د پولیسو په سيمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي. د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG