د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن او ټرمپ د ۲۰۲۴ز د ولسمشريزو انتخاباتو په لومړۍ مناظره کې پر يو بل سختې نيوکې کړي


د جون پر ۲۷مه په اټلانټا کې د امريکايي ټېلېويژن سي اېن اېن په سټوډیو کې بايډن او ټرمپ مناظره وکړه.
د جون پر ۲۷مه په اټلانټا کې د امريکايي ټېلېويژن سي اېن اېن په سټوډیو کې بايډن او ټرمپ مناظره وکړه.

امریکايي ولسمشر جو بایډن او د هغه رېپبلېکن سیال د ۲۰۲۴ز کال د ولسمشريزو انتخاباتو په لومړۍ مناظره کې پر يو بل سختې نيوکې وکړې او د یو بل د حکومتونو تګلارې یې د امریکا لپاره زیانمنې وبللې.

د جون پر ۲۷مه شپې ناوخته د امریکايي ولسمشرۍ څوکۍ ته د دوو تر ټولو زیات عمر لرونکو نوماندانو ترمینځ مناظره کې دواړو له یو بل سره روغبړ هم و نه کړ.

په اټلانټا کې د امريکايي ټېلېويژن سي اېن اېن په سټوډیو کې شوې شاوخوا يو نيم ساعته مناظره کې دواړو مشرانو د امریکا د اقتصاد، بهرنۍ تګلارې، کډوالۍ، افغانستان، منځني ختیځ او د روسيې او اوکراين د جګړې په ګډون پر يوشمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وکړې، خو دواړو د یو بل خبرو ته توند ځوابونه ویل او د یو بل دعوې یې نه منلې.

امریکايي ولسمشر جو بایډن او د هغه رېپبلېکن سیال د بهرنیو چارو تګلارې او د اوکراین پر ضد د روسیې د جګړې په اړه له یو بل سره سخت اختلاف کړی دی.

اوسني ولسمشر بایډن او پخواني ولسمشر ټرمپ د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر خپل ګاونډي د روسیې د پراخ یرغل په اړه خورا متضاد نظریات لرل.

ټرمپ، چې په ۲۰۲۲ز کال کې یې پر اوکراین د روسي ولسمشر ولادمیر پوتین د حملې په اړه تاکتیکونه "زیرکتیا لرونکي" بللي ول، پر بایډن نیوکه وکړه چې که امریکا یو "واقعي ولسمشر" لرلای نو پوتین به پر اوکراین یرغل نه وو کړی.

۸۱ کلن بایډن د هغه په ځواب کې پوتین یو "جنګي جنایتکار" وباله او خبرداری یې ورکړ چې که روسیې ته په جګړه کې د بریا اجازه ورکړل شي نو پوتین به یوازې پر کییف بسنه یا کفایت و نه کړي. نوموړي وویل چې پوتین "په زرګونو کسان وژلي دي."

د بایډن حکومت د جګړې له پیل راهیسې د اوکراین او د هغه هېواد د ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي کلک ملاتړ کړی دی.

ټاکل شوې چې په امريکا کې د ولسمشرۍ انتخابات د روان ۲۰۲۴ز کال د نومبر پر پينځمه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG