د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د ناامنۍ ضد لاریون شوی دی


د جون پر ۱۵مه لاریون کونکي د پاړه چینار په اېف سي چوک کې ناست دي.
د جون پر ۱۵مه لاریون کونکي د پاړه چینار په اېف سي چوک کې ناست دي.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې فعالانو د ناامنۍ پر ضد لاریون کړی دی.

د جون پر ۱۵مه سني او شیعه ځوانانو په ګډه له سدې څخه لاریون پیل کړ او تر پاړه چیناره لاړل.

لاریون کونکو په لاسونو کې سپین بیرغونه نیول ول او د امن غوښتنه یې کوله.

فعالې مینې ګبینې د جون پر ۱۵مه پر اېکس د ویډیو د خپرولو ترڅنګ لیکلي دي چې د کورمې خلک په لوی شمېر راوتلي دي ترڅو د طالبانو د بیا راتګ او د وسلوالو او امنیتي ځواکونو لخوا د روانې ځورونې پر ضد احتجاج وکړي.

هغې ویلي دي چې دا تاریخ ډېر ځله تکرار شوی دی او بیا باید تکرار نه شي.

د لاریون اعلان د جون پر ۱۳ او ۱۴مه د سیمې ځوانانو د احتجاجي غونډو په مهال کړی وو.

د جون پر ۱۴مه، د میرباغ پټان عبدالخالق د جون پر ۱۴مه د غونډې پر مهال وویل "ترڅو چې ولس یو شوي نه وي او بې له یرې اواز پورته نه کړي، د روان ظلم مخ هیڅکله نه شي نیولای."

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې وسلوال د پاړه څمکني سیمې ته ورغلل او بیا له هغه ځایه د مسوزو، زهمشت او علي شیرو په لور خورېدو ته یې دوام ورکړ. وسله والو پر امنیتي سرتېرو بریدونه کړي ول او مقامي خلکو ته یې ګواښونه هم کړي ول.

د پیر قیوم حکمت خان حکمتیار په غونډه کې وویل چې سیمې ته د وسلوالو ورتلو ضد خلکو احتجاجي غونډې او لاریونه وکړل خو تراوسه یې څه پایله و نه لرله. هغه وویل " اوس مو پرېکړه کړې چې د خالي په ورځ پاړه چینار ته ولاړ شو او هلته د انتظامیې او امنیتي مشرانو مخې ته احتجاج پیل کړو."

احتجاج کونکي له سدې پاړه چینار ته روان دي
احتجاج کونکي له سدې پاړه چینار ته روان دي

د امنیت خرابوالی او د خلکو اندېښنې

په منځني کورمه کې مخکې هم د وسلوالو پټنځایونه ول، خو په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ ز کلونو کې تر پراخو پوځي عملیاتو وروسته هغوی وتښتېدل، خو په وروستیو کې هلته د وسلوالو بیا ښکاره کېدو په خلکو کې تشویش زیات کړی دی.

د جون پر ۱۴مه احتجاجي غونډې ته له اورکزو ورغلي مدني فعال، نجیب الرحمان، وویل، "نن د کورمیوالو په مختلفو بهانو د وهلو سلسله روانه ده، خو که خپلو وروڼو سره ونه دریږي او ورباندې غلي پاتې شي، نو سبا د دوی نوبت دی چې بیا دا ظلم نه شي زغملی."

په کورمه کې ځایي اوسېدونکیو د جون پر ۱۳مه هم احتجاج کړی وو او له سدې تر پاړه چیناره یې د امن لاریون اعلان کړی وو.

حکومتي دریځ

په سیمه کې د وسلوالو په ورتګ پوځ څه نه دي ویلي او نه د پولیسو کوم ښکاره دریځ مخې ته راغلی. البته د خیبر پښتونخوا چیف سیکریټري ندیم اسلم چودري د جون پر ۱۱مه په پاړه چینار کې د مقامي مشرانو غونډې ته وویل،چې حکومت د امن په ساتلو کې خپله ذمه واري پوره کوي.

چودري وویل، "د پاکستان سرحدونو حفاظت په محفوظو لاسونو سمبال دی او زیاته یې کړه چې هر تن دې ډاډمن وي چې که چا د سیمې امن خرابولو کوشش وکړ، هغه به خپله د هغې نتیجه په غاړه واخلي."

د وسلوالو فعالیتونه او پوځي عملیات

په کورمه کې وسلوالو ډلو د ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۱۱ پورې فعالیت کاوه چې له امله یې د سیمې امنیت خراب شوی وو. په دې موده کې وسلوالو خلک ځورول، په زور یې ترې پیسې اخیستلې، او تګ راتګ یې ورله محدود کړی وو.

په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان پوځ د "آپریشن کوه سفید" په نامه هلته عملیات وکړل چې موخه یې د وسلوالو جوړښتونه له مینځه وړل او د ټل-پاړه چینار لاره خوندي کول وو. تر عملیاتو وروسته په سیمه کې امنیت راوستل شو، خو د تېرو څو کلونو راهېسې یو ځل بیا د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG