د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحريک انصاف "په سیاست کې د پوځ د مداخلې" پر ضد او د عمران خان خوشي کولو لپاره احتجاج وکړ


د خیبر پښتونخوا وزیراعلی علي امين ګنډاپور د سوات په جلسه کې
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی علي امين ګنډاپور د سوات په جلسه کې

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان د خوشي کولو لپاره د خیبر پښتونخوا په سوات کې احتجاجي جلسه شوې ده.

د جون پر اتمه شوې دې جلسې ته د تحریک انصاف او پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو په خپلو ویناوو کې پر حکومت غږ کړی چې عمران خان او د تحریک انصاف نور مشران دې زر تر زره خوشې کړي.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا علي امین ګنډه پور جلسې ته په وینا کې وویل چې د عمران خان بندي ساتل د دوی له ګوند سره زیاتی دی او دوی نور دا نشي زغملای. هغه پوځ مخاطب کړ او زیاته یې کړه: "په ۱۹۷۰ کال کې څه وشول؟ تاسو یو تن [ذوالفقار علي بوټو] ته د واک ورکولو لپاره پاکستان مات کړ. نن یو بل تن ته د واک ورکولو لپاره هغه تاریخ تکراروئ. مخکې هم تاوان د ولس شوی او اوس هم کېږي. دا تاوان ورکونکي یو څو کسان دي."

ګنډاپور د ۱۹۷۱ کال خبره کوي کله چې مشرقي او غربي پاکستان جلا او بنګله دېش جوړ شو. د بنګله دېش د جوړېدو تحريک له دې پيل شوی وو چې هغه مهال د غربي پاکستان پوځي مشر جنرال يحیا خان په ټاکنو کې د بنګله دیشيانو مشر شيخ مجیب الرحمن ګوند، عوامي نېشنل ليګ ګټلی اکثريت ونه مانه.

د تحریک انصاف مخکښ بېرسټر ګوهر علي خان وویل، پاکستان نور د قانون له واکمنۍ پرته نشي چلېدای. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وویل، د پاکستان د مسلو حل په دې کې دی چې پوځ له سیاسته لاس واخلي او پرېکړې د ولس ټاکلی پارلېمان وکړي.

اڅکزي وویل: "پاکستان او د پاکستان پارلېمان به موږ ته ایيني ضمانت راکوي چې زموږ په وسايلو به لومړی حق زموږ د بچيانو وي. فوجيان، کرنيلان، جرنيلان دې مهرباني وکړي او له سیاسته دې لاس واخلي. پارلېمينټ دې د طاقت سرچينه وي. د داخله او خارجه پالسيانو د جوړولو واک دې د پارلېمنټ سره وي."

د پاکستان پوځ د اڅکزي د وروستي بیان په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې بیا بیا په سیاست کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.

عمران خان د دولتي رازونو افشا کولو او د بهرنیو هېوادونو د مشرانو ډالیو خرڅولو په ګډون په یوشمېر قضيو کې د راولپېنډۍ د اډیالې په زندان کې بندي دی. خو د هغه ګوند وايي چې د عمران خان پر ضد جوړې شوې قضیې سیاسي دي. دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد های کورټ د جون پر دریمه د دولتي راز افشا کولو په مقدمه کې نوموړی بري کړ خو هغه په ځینو نورو مقدمو کې لا هم بندي دی.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG