د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ د "ډييجيټل ترهګرۍ" ناکامولو او د مې نهمې په پېښو کې ښکېلو کسانو ته په سزا ورکولو ټينګار کړی


په لاهور کې مظاهره - انځور له ارشیفه
په لاهور کې مظاهره - انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ وايي‌ "سیاست هڅولې ډيجيټل ترهګرې" به ناکاموي او د مې پر نهمه زیان رسوونکو مظاهرو کې ښکېلو کسانو ته سزا ورکول د ټول هېواد په ګټه ده.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې د مې پر ۳۰مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په راولپينډۍ کې پوځي افسرانو (کوور کمانډرانو) په يوه غونډه کې وويل چې د هغو مظاهرو د پلانوونکو، کوونکو او اسانتياوو برابروونکو سره باید حساب وشي.

د ۲۰۲۳ کال د مې پر نهمه، د تحريک انصاف غړيو د درغلۍ په یوه قضیه کې د دې ګوند د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړي. د دې احتجاجونو په وخت یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او زیان یې واړاوه.

د مې نهمې پېښو په ته کتو زه فکر نه کوم چې عمران خان ژر له جيله خوشې شي.
قریش خټک

عمران خان تور پورې کوي چې سرکاري دفترونو ته دوی نه بلکې د استخباراتي ادارو اهلکارانو زیان رسولی وو چې مقصد یې د تحريک انصاف پر ضد مقدمې جوړول وو. خو د شهباز شريف په مشرۍ حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بللې ده او د دغه ګوند د ځينو مشرانو په شمول ګڼ کسان نيول شوي دي. حکومت ویلي یې وو چې هر کال به په رسمي ډول د مې له نهمې، د تورې ورځ په توګه یادونه کوي.

د مې پر ديرشمه د پوځي افسرانو په غونډه کې دا هم ويل شوي چې پر انټرنيټ د ریاست پر ضد تبليغات کيږي چې بریالي کېدو ته به یې نه پريږدي. په دې وروستيوو کې په پاکستان کې پر ټويټر او فیسبوک پر پوځ نیوکې زیاتې شوې دي. پوځ‌ دې ته د "ډيجيټل ترهګرۍ" نوم ورکړی دی.

پر عمران خان مقدمې او عدالتي پرېکړې

په همدې حال کې د مې په ۳۰مه د اسلام اباد ضلعي او سيشن عدالت په دوو مقدمو کې د تحريک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکي او پخواني وزيراعظم عمران خان بري کړی دی. دا مقدمې د ۲۰۲۳ کال د مې پر نهمه په القادر ټرسټ مقدمه کې د عمران خان د ګرفتاري وروسته له تشدده ډک لاريونو پس درج شوي وي.

خو ۷۱ کلن عمران خان چې د بېلابېلو تورونو په بنیاد پرې نيږدې ۱۵۰ مقدمې جوړې شوې دي، د ۲۰۲۳ کال د اګست له میاشتې راهیسې په زندان کې دی.

په اسلام اباد های کورټ کې وکیل مصدق عزيز خټک د مې په ۳۰مه مشال راډيو سره په خبرو کې د دې مقدمو په اړه وويل: "قانون واضحه دی. چې د يو تن پر ضد له تاسو سره ثبوت نه وي نو هغه څنګه سزا يا په جرم کې نامزدولي شي. ټوله نړۍ ته معلومه ده پر عمران خان مقدمې په ميرټ نه دي جوړې شوي. دا په سیاسي بنيادونو جوړي مقدمې دي او دا ټولو ته څرګنده ده چې چا جوړې کړې دي. عدالتونه اوس کوښښ کوي چې غيرجانبدارنه او قانون مطابق فيصلې وکړي."

تحريک انصاف هم وايي چې پر عمران خان د درغليوو او نورې مقدمې سیاسي سازش دی نو ځکه بايد هغه ژر تر ژره خوشې شي. خو په اسلام اباد کې د سياسي چارو شنونکي قريش خټک د مې پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې په موجوده حالاتو کې داسي نه ښکاري چې عمران خان دې خوشي شي.

خټک زیاتوي: "د تېر کال د مې مياشتې مقدمې ‌ډيرې مهمې دي ځکه چې په پوځي تاسيساتو حملې شوې وي. که په دغو مقدمو کې عمران خان له تورونو پاک ونه ګرځول شي نو زه نه ګنم چې نوموړی به ژر خوشې شي. د تحريک انصاف پلويان د هغه د خوشې کېدو په اړه پروپيګنډه کوي. هغوی هسې ځان له زړه ښه کوي خو ما ته داسې نه ښکاري چې له زندانه د عمران خان د ژر خوشې کېدو څه امکان شته."

پوځ د مې د نهمې تر پېښو شاوخوا یوه اونۍ وروسته اعلان وکړ چې د پوځي او رسمي رازونو د افشا کولو له جنايي قوانینو سره سم د بلوه ګرو پرضد مقدمې چلوي. پوځ وروسته وویل چې د هغو لسګونو کسانو پرضد په پوځي عدالتونو کې مقدمې روانې دي چې پوځي ځايونو ته یې زیان رسولی. د غيرسرکاري ارقامو سره سم نزدي شاوخوا دري سوه کسان د بلوو په تور نيول شوي وو او د ځينو مقدمې په پوځي عدالتونو کې هم راوني دي.

د بشري حقونو نړیوالې اداې بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د روان ۲۰۲۴ کال د مې پر نهمه د پاکستان له حکومته غوښتي وو چې د ۲۰۲۳ کال د مې تر نهمې وروسته نیول شوي کسانباید "بې له شرطه" خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG