د لاسرسي ځای

تازه خبر

د متحده عربي اماراتو ولسمشر د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سره لیدلي


د جون پر څلورمه د متحده عربي اماراتو مشر د طالبانو د کورنيو چارو له سرپرست وزير سره روغبړ کوي.
د جون پر څلورمه د متحده عربي اماراتو مشر د طالبانو د کورنيو چارو له سرپرست وزير سره روغبړ کوي.

د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج ‌الدین حقاني سره لیدلي دي.

د متحده عربي اماراتو خبري اژانس "وام" د جون پر څلورمه په یوه بیان کې ویلي چې د ابوظبۍ په شاهي ماڼۍ کې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اړیکو پر پیاوړتیا او د سیمې د ثبات موندلو پر لارو چارو بحث کړی دی.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، په ظاهره دا لومړی وار دی چې د دوی د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له افغانستان بهر وتلی دی.

نوموړي داسې مهال سفر کړی چې لا هم د امریکا د فېډرالي پلټنو ادارې (اېف بي ای)په تور لېسټ کې دی او پر سر يې د ۱۰ مېليونه ډالرو جایزه هم ټاکل شوې ده.

وام د حقاني په حواله لیکلي چې د متحده عربي اماراتو د ولسمشر په لیدو یې خوښي ښودلې او د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې یې ستایلې دي.

د متحده عربي اماراتو له مشر سره په دې کتنه کې د سراج الدين حقاني ورور انس حقاني او د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق هم ګډون درلود.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG