د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايران وژل شوي ولسمشر او بهرنیو چارو وزير څوک ول؟


د ايران وژل شوی ولسمشر ایراهیم ریسيي او وژل شوی بهرنیو چارو وزیر حسين امیر عبداللیهان. پخوانی انځور
د ايران وژل شوی ولسمشر ایراهیم ریسيي او وژل شوی بهرنیو چارو وزیر حسين امیر عبداللیهان. پخوانی انځور

د ايران ولسمشر ابراهيم ریيسي او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ورسره نور چارواکي د هیلي کاپټر لوېدو په پېښه کې وژل شوي دي.

دا خبره د ایران دولتي خبرې اژانس ارنا د مې پر ۲۰ په یو بیان کې کړې ده.

ابراهيم رييسي څوک وو

سخت محافظه کاره ابراهیم رييسي د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای په پلويانو کې وو او داسې انګېرل کېده چې هغه به د بل وار لپاره هم د ايران ولسمشر شي.

نوموړی به د دې لپاره تل یاد ساتل کېږي چې د هغو مظاهرو په ځپلو کې يې رول لاره چې د ایران د تاریخ یو تور څپرکی بلل کېږي.

په ۲۰۲۲ز کال کې د ده تر څار لاندې کې د اېسټيبلېشمنټ ضد تاریخي مظاهرې په ظالمانه توګه ځپل شوې وې او اخلاقي قوانين نور سخت شوي ول. د احتجاجونو پر مهال په سلګونه مظاهرچیان ووژل شو او په زرګونه زندانونو ته واستول شول. مظاهرچیانو په لومړي ځل په دومره سخت قوت سره پر ايران د ملایانو د لسيزو واکمني ننګولې وه.

د ايراني ولسمشسر د هيلي کاپټرلوېدو د خبر تر اورېدو وروسته د ابراهيم رييسي خواخوږې د هغه د خونديتوب دعاکانې کوي
د ايراني ولسمشسر د هيلي کاپټرلوېدو د خبر تر اورېدو وروسته د ابراهيم رييسي خواخوږې د هغه د خونديتوب دعاکانې کوي

د کړکېچ نړېوالې ډلې د ايران څانګې مشر علي واعظ وايي چې د رييسي په ولسمشرۍ کې ټولنيز او سياسي درزونه زیات شوي او له غرب سره يې اړيکي خرابې شوې وې.

ریيسي په ۱۹۶۰ ز کال کې زېږېدلی وو او زده کړې يې په قم او مشهد کې ترسره کړې وې. نوموړي وروسته د خامنه ای او نورو ملایانو تر سيورې لاندې مذهبي علم کړی وو.

"د تهران قصاب"

د هغه مخالفين په ۱۹۸۸ز کال کې په عام محضر کې د سياسي قیدیانو په اعدامولو کې په مبینه توګه د لاسلرلو په تور ریيسي د تهران د قصاب په نوم یادوي. نوموړی هغه مهال د تهران مرستيال څارنوال وو.

کله چې په ۱۹۸۹ز کال کې خامنه ای مذهبي مشر شو نو رييسي د پلازمینې تهران ستر څارنوال ونومول شو چې تر ۱۹۹۴ز کال پورېيې پر دې څوکۍ کار وکړ.

په ۲۰۰۴ ز کال کې د ایران د سترې محکمې مشر محمود هاشمي شهرودي ريیسي خپل مرستيال وټاکه او هغه تر ۱۰ کلونو پورې پر دې دنده کار وکړ. په ۲۰۱۴ز کال کې د ايران لوی څارنوال شو.

په ۲۰۱۷ ز کال کې هغه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا ناکامه هڅه وکړه او له خپل سيال حسن روحاني څخه يې ماتې وخوړله. په هغو ټاکنو کې نوموړي ۳۸ فيصده رايې ترلاسه کړې وې. خو څلور کاله وروسته په ۲۰۲۱ز کال کې د څه دپاسه ۶۲ فیصده رايو ترلاسه کولو سره د ايران ولسمشر وټاکل شو. هغه په ټاکنو کې خپل مخالف محسن رضايي ته ماتې ورکړه.

د ۲۰۱۷ ز کال ټاکنو کې تر ماتې دوه کاله وروسته په ۲۰۹ز کال کې خامنه ای هغه د ايران د سترې محمکې مشر وټاکه او په هم هغه کال امريکا رييسي او پر ۸ نورو کسانو ځکه بندېز ولګاه چې ګواکې دوی د خامنه ای نېږدې کسان دي.

د بخښي نړيوال سازمان سېکرېټري جنرل اېګنس کالامارد وايي چې پر ځای د دې چې د بشري جرمونو، د خلکو په زوره لادرکه کولو او شکنجه کولو د تورونو په اساس له ابراهیم رييسي څخه پلټنې وشي هغه د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسېد.

داسې فکر کېده چې رييسي به ښايي د ایران راتلونکی ستر روحاني مشر وي خو د ده له مړينې سره ښايي د خامنه ای د ځای ناستې د ټاکلو پلان پیچلی شي. نوموي تر شا مېرمن او دوه لوڼې پرېښودلې.

حسين امیر عبداللیهان څوک وو؟

له ایراني ولسمشر ابراهيم رييسي سره د هيلي کاپټر لوېدو په پېښه کې د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر حسين امیر عبداللیهان هم وژل شوی دی.

نوموړی په ۱۹۶۰ز کال کې د ایران په دامغان ښار کې زېږېدلی وو او محافظه کاره بلل کېده چې د ايران د انقلاب ساتونکي ځواک ملاتړ يې هم درلود.

عبدالهیان د ایران او عراق جګړې پر مهال په پوهنتون کې وو او په نړیوالو اړیکو کې یي پي اېچ ډي کړې وه. هغه په ۱۹۹۰ز کال کلونو کې په عراق کې د ایران په سفارت کې وټاکل شو.

امیر عبداللهیان د ایران بهرنیو چارو په وزارت کې په بېلا بېلو څوکیو کار کړی دی. هغه د بحرین سفیر، د عربي او افریقایي چارو مرستیال وزیر او د فارس خلیج څانګې مشر هم پاته شوی دی.

نوموړي له قاسم سلیماني سره نېږدې اړیکه لرله. سلیماني د ایران انقلاب ساتونکي ځواک د قدس څانګې قومندان وو، هغه په ۲۰۲۰ ز کال کې د بغداد سره نېږدې د امریکا په هوایي برید کې ووژل شو.

عبداللهیان په ۲۰۱۶ز کال کې، په عمان کې د ایران د استازي په توګه ټاکنه رد کړه او وزارت یې پرېښود. بیا د پارلېمان د مشر علي لاریجاني د بهرنیو چارو سلاکار شو. هغه د لوېدیځ په اړه بې باوره وو او د ایران د جنګي ډلو او ملګرو ملاتړی وو.

هغه په ۲۰۲۱ ز کال کې د رییسي په حکومت کې د لوېدیځ سره د اړیکو پرې کولو او په منځني ختیځ د تمرکز کولو لپاره د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG