د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سري لنکا او زېمبابوې کرکټ لوبډلې نن د درې اړخیزه لوبلړۍ سیالي لري


د زېمبابوې بیټر د سري لنکا پر وړاندې توپوهنه کوي - انځور له ارشیفه.
د زېمبابوې بیټر د سري لنکا پر وړاندې توپوهنه کوي - انځور له ارشیفه.

د سري لنکا او د زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اووره درې اړخیزه لوبلړۍ په سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.

د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د نومبر ۲۰مې د پېښور پر وخت د ماښام پر شپږ نیمو او د کابل پر شپږو بجو پیلېږي.

تر دې مخکې کوربه پاکستان د نومبر پر ۱۹مه په لومړۍ سیالۍ کې زېمبابوې ته په پینځو وېکټو ماتې ورکړه.

د نومبر پر ۲۲مه بله سیالي د سري لنکا او پاکستان ترمینځ کېږي.

د ۲۰ اووره کرکټ درې اخیزه لوبلړۍ سیالۍ د نومبر پر ۱۸مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۲۹مه وشي.

ټاکل شوې وه چې په هغو سیالیو کې د کوربه پاکستان او سري لنکا ترڅنګ د افغانستان کرکټ لوبډلې هم برخه اخیستې وای.

خو افغان کرکټ بورډ په اکتوبر کې په پکتیکا کې د پاکستانیو ځواکونو په برید کې د "کرکټ د درې ځوانو لوبغاړو" تر وژنې وروسته په هغو درې اړخیزه سیالیو کې د ګډون پلان لغوه کړی وو.

تر دې وروسته د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د افغانستان پر ځای به زېمبابوې په سیالیو کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG