د لاسرسي ځای

تازه خبر

چینایي پلټونکي د بشام ځانمرګې حملې پلټنې لپاره پاکستان ته تللي دي


د خیبر پښتونخوا بشام سیمه چیرته چې د مارچ پر ۲۶مه پر چینايي انجینیرانو ځانمرګی برید ترسره شوی وو: انځور مارچ ۲۶، کال ۲۰۲۴
د خیبر پښتونخوا بشام سیمه چیرته چې د مارچ پر ۲۶مه پر چینايي انجینیرانو ځانمرګی برید ترسره شوی وو: انځور مارچ ۲۶، کال ۲۰۲۴

د چینايي پلټونکو یوه ډله د مارچ پر ۲۹مه په دې هدف پاکستان ته ورسېده چې د خیبر پښتونخوا په شانګله کې د ترسره شوې ځانمرګې حملې په پلټنو کې برخه واخلي په کومه کې چې پنځه چینايي انجینیران او د هغوی پاکستانی موټروان وژل شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د برید په اړه خپلو پلټنو ته دوام ورکوي.

چینايي انجینران د مارچ پر ۲۶مه، د پاکستان په شمال لویدیځ کې د اوبو د برېښنا ترټولو لویې پروژې داسو بند ته روان وو چې یوه ځانمرګي بریدګر خپل له چاودیدونکو توکیو ډک موټر د دوی په موټر وجنګاوه.

بیجینګ دغه برید غندلی او له پاکستانه یې غوښتي چې په دې اړه هر اړخیزې پلټنې وکړي او د خپلو زرګونو وګړو چې د چین او پاکستان په اقتصادي دهلیز یا سیپېک پروژه کې کار کوي، ساتنه وکړي.

د پاکستان د حکومت له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د مارچ پر ۲۹مه چینايي پلټونکو ته د پاکستان د تحقیقاتو په اړه معلومات ورکړل.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چینایي پلټونکو ته ډاډ ورکړی دی چې په برید کې ککړ کسان به ضرور په ډاګه کېږي او د قانون منګولو ته به سپارل کېږي. نوموړي په پاکستان کې د اوسيدونکو چينايي وګړو د امنيت او خوندي توب په اړه هم له هغوی سره خبرې وکړې.

چینايي پلټونکی پلاوی پر داسې مهال پاکستان ته تللی دی چې د پاکستان حکومت د بشام د بريد د پلټنو لپاره د يوې مشترکې ډلې جوړولو اعلان هم کړی دی.


تر دې دوه ورځې وړاندې پاکستانيو چارواکو د چین له سفارت سره د برید په اړه د خپلو پلټنو لومړنۍ موندنې شریکې کړې وې.

تر اوسه کومې ډلې د شانګلې په بشام سیمه کې پر چینايي انجینیرانو او د هغوی پر پاکستاني ډرایور د ترسره شوي برید مسوولیت نه دی منلی.

بل پلو د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د مارچ پر ۲۸مه د خیبر پښتونخوا له اعلا وزیرعلي امین ګنډه پور سره په پېښور کې د ملاقات پر مهال ویلي وو چې د ترهګرۍ خلاف به دوی شریکه مبارزه کوي. هلته په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د مارچ پر ۲۸مه په اسلام اباد کې اونیزې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ویلي وو چې د بشام برید د پاکستان او چین د دوستۍ دښمنانو پلان کړی وو.

د چينايي پلټونکو افسرانو پاکستان ته د ورتګ په اړه په پيښور کې د نيوز ورځپاڼې خبريال مشتاق يوسفزي مشال راډيو ته وويل چې چينايان په ډيرو مهمو پروژو په پاکستان کې کار کوي چې د تکميل نه پس يې په ملک کې د انرژۍ بحران د ختمېدو امکان هم شته.

د نوموړي په وینا، په ۲۰۲۱ز کال کې هم په چينايي انجينیرانو حمله شوې وه او له هغې پس دوه کسانو ته د پانسۍ سزا هم ورکړل شوې وه خو تر اوسه دا معلومه نه ده چې دغه دوه کسان څوک دي او د کومې وسله والې ډلې سره تړاو لري؟

ده زياته کړه: "دا دويم ځل دی چې په چينايي انجينیرانو حمله کيږي او ذمه واري یې څوک نه قبلوي. چين به خامخا دا معلوموي چې په وګړو یې حملې څوک کوي؟ بله خبره دا ده چې پاکستان تور لګوي چې د تحريک طالبان غړي چې په افغانستان کې اوسيږي، په دې حملو کې ککړ دي، اګر چې طالبان دا تورونه ردوي خو چين به دا تور هم څيړي ځکه چې چين په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره ښې اړيکې لري او ډيره مرسته ورسره کوي. که دا الزام ثابتيږي نو چين به بيا په افغان طالبانو فشار راوړي."

فرانس‌ پرېس خبري آژانس د مارچ پر ۲۹مه، د خیبرپښتونخوا د یوه چارواکي له قوله خبر ورکړی چې چین له دې پېښې وروسته پر اباسین سیند د داسو او دیامر باشا د بندونو د رغونې چارې ځنډولې دي.

دې چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي، هغو دوو شرکتونو چې پردې بندونو کار کوي، د پاکستان له حکومت څخه د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره د یوه نوي امنیتي پلان غوښتنه کړې ده.

د دې چارواکي په وینا، اوسمهال ۷۵۰ چینايي انجینیران د داسو د بند په پروژه کې او ۵۰۰ نور د دیامر باشا په بند کې په کار بوخت دي.

د دی پوښتنې په ځواب کې چې د چينايي چارواکو پاکستان ته ورتلل د پاکستان په ادارو د بې باورۍ څرګندونه خو نه کوي؟ په اسلام اباد کې د امنيتي چارو ماهر بريګېډير راشد ولي مشال ريډيو ته وويل چې د دوو ملګرو هيوادونو په شريکه د يوې پيښې پلټنې کول څه بده خبره نه ده او پخوا هم داسې شوي دي. ده زياته کړه چې دا به د هغو خلکو هڅې شنډي کړي چې د دواړو ملکونو دوستي او ملګرتيا خرابول غواړي.

خو په پاکستان کي د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال حق نواز خان بیا وايي چې د چينايي پلټونکو اسلام اباد ته سفر ډېر سوالونه پورته کوي. ده په دې اړه د مشال راډيو پوښتنه داسې ځواب کړه: "دا خو به د پلټنو له سر ته رسېدو وروسته پته لګي چې څه کيږي؟ البته د چينايانو راتګ په خپله ډېر سوالونه راپورته کوي. دا حملې د پاکستان د امنيت په شان د پاکستان د اقتصاد د پاره هم ښې نه دي."

په پاکستان کې د چین پر اقتصادي پروژو، کارکوونکیو او انجینیرانو یې په تېرو څو کلونو کې ګڼې حملې شوې دي.

د ۲۰۲۱ز کال په جولای میاشت کې د يادونې وړده چې د کال ۲۰۲۱ په جولای مياشت کې هم په داسو ډيم د کارکوونکو چينايانو پر موټر حمله شوې وه چې د نهو چينايانو په شمول پکې ۱۳ کسان وژل شوي وو. دغه شان په ۲۰۲۲ز کال کې په کراچۍ کې درې چينايان استاذان هم وژل شوي وو. د هغې پيښې پلټنې هم پاکستان او چين په شريکه کړې وې.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG