د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د افغانستان، پاکستان او بنګلادېش مذهبي لږکیو کډوالو ته تابعیت ورکول پیل کړی دی


د هند د پارلېمان تصویر- انځور له ارشيفه
د هند د پارلېمان تصویر- انځور له ارشيفه

هند د افغانستان، پاکستان او بنګلادېش مذهبي لږکیو کډوالو ته د تابعیت ورکولو لپاره تعدیل شوی قانون پلي کوي.

د هند د وزيراعظم او د واکمن ګوند بهارتيا جنتا پارټۍ (پي جې پي) مشر نریندرا مودي د مارچ پر ۱۱مه اعلان وکړ چې د تابعیت تعدیل شوی قانون د اجرا وړ ګرځېدلی دی.

د هند د کورنیو چارو وزارت هم د مارچ پر ۱۱مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دهغه هیواد د تابعیت د تعدیل شوي قانون ۲۰۱۹ز یا (سي اې اې ۲۰۱۹) موارد د اجرا وړ دي چې له مخې یې وړ خلک کولی شي په هند کې د تابعیت ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وکړي.

یاد وزارت زیاته کړې چې غوښتنلیکونه پر اړوند ووبپاڼې په انلاین بڼه راټولېږي. د دغه قانون له مخې د افغانستان، پاکستان او بنګلادېش غیر مسلمان کډوال چې له ۲۰۱۴ز کال مخکې هند ته تللي، د تابعیت ترلاسه کولو وړ دي.


اوس مهال هند د افغان سیکانو او هندو مذهبي لږکیو په ګډون د زرګونو افغان کډوالو کوربه دی چې خپل ژوند یې په هند کې په کډوالۍ کې تېر کړی دی.

پرتاب سينګ، چې یو افغان سیک کډوال دی او له ۱۹۹۲ز کال راهیسې په هند کې ژوند کوي، وايي چې د دغه قانون د پلي کېدو هرکلی کوي او وايي چې د هند تابعیت په ترلاسه کولو سره به د هغه او د هغه د ماشومانو ستونزې هوارې شي.

نوموړي مشال راډيو ته وویل " دا قانون زموږ د کار او ماشومانو لپاره ډېر ګټور دی. موږ د افغانستان سيکان او اهل هنود، ډېرې ستونزې لرو. ماشومان مو ښوونځيو ته نشول تلای، بانکي حسابونه مو نه شو جوړولای او پاسپورټ مو نه شو ترلاسه کولای ځکه چې تابعیت مو نه درلود."

یو بل افغان سیک کډوال ديا سینګ انجان چې له کلونو راهیسې د هند په نوي ډيلي کې ژوند کوي وايي، که څه هم د هند تابعیت ترلاسه کول د مجبوریت له مخې دی، خو دا به دوی ته اسانتیاوې برابرې کړي.

هند کې مېشت افغان او پاکستاني سیکان د شهریت په تمه دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:25 0:00

هغه زياتوي "دا زموږ لپاره یوه رڼا ده. که څه هم دا دويم تابعیت د مجبوریت له مخې ترلاسه کوو خو د هند تابعیت زموږ سره مرسته کوي چې که کوم دفتر ته ولاړ شو هماغه اسانتیاوې چې ځايي اتباعو ته ورکول کېږي، موږ یې هم ترلاسه کوو."

نوموړی وايي چې په هرو شپږو مياشتو کې به يې د خپلې کورنۍ ويزې نوې کولې چې دا به د هغه د ورځني کار د پر مخ بېولو او د ماشومانو د زدکړو لپاره ډېر ستونزمن وو.

خو یو افغان مسلمان کډوال فرهاد، چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په هند کې ژوند کوي وايي چې دغه هېواد باید مسلمانو کډوالو ته هم تابعیت ورکړي.

نوموړي مشال راډيو ته وویل "د هند قانون یوازې اهل هنود ته تابعیت ورکوي. موږ هرڅه هڅه وکړه موږ ته یې تابعیت را نه کړ. دا ښه کار نه دی. باید مسلمان افغانانو ته هم تابعیت ورکړي. له تابعیت پرته موږنه شو کولی چې بانکي حسابونه ولرو، کاروبار وکړو. زموږ ستونزې ډیرې دي. [د هند حکومت] باید پاملرنه ورته وکړي."

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو حکومت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته ډېری افغانان د اقتصادي او امنیتي ستونزو له امله له هغه هېواده ووتل او ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول خو د افغان سیکانو او هندوانو لپاره دا ستونزې ډېرې وې او زياتره یې له افغانستانه وتلو ته اړ شول چې ډېری یې په هند کې کډوال شوي دي.

په افغانستان کې د هندوانو د شورا مشر منجیت سینګ لامبې د مارچ پر ۱۰مه مشال راډيو ته وویل چې دا مهال په افغانستان کې یوازې ۱۵ هندوان او سیکان له خپلو کورنیو سره ژوند کوي.

د هند د تابعیت تعدیل شوی قانون د ٢٠١٩ز کال د ډېسېمبر پر ١١مه نېټه تصویب شو چې له مخې یې د هند مذهبي اقلیتونه او د افغانستان، پاکستان او بنګلادېش سیکان، جین، پارسي او عیسویان کولای شي چې د هند د تابعیت لپاره غوښتنه وکړي.

په هغه وخت کې د دې قانون تصویب او اوس په ٢٠٢٤ز کال کې یې پلي کېدل د هندي مسلمانانو غبرګون راپارولی چې ولې مسلمانان په دې بهیر کې شامل نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG