د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ملتان کې د ودانۍ راپرېوتو په پېښه کې ۹ کسان وژل شوي دي


د پنجاب په ملتان ښار کې د مارچ پر ۱۲مه د يوې ودانۍ راپرېوتو په پېښه کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پنجاب په ملتان ښار کې د مارچ پر ۱۲مه د يوې ودانۍ راپرېوتو په پېښه کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د پنجاب صوبې په ملتان ښار کې د يوه درې پوړيزه کور د چت راپرېوتو په پېښه کې نهه کسان وژل شوي چې اووه يې د یوې کورنۍ غړي دي.

د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې پېښه نن (د مارچ پر ۱۲ مه) د ملتان له حرم ګېټ څلور لارې سره نېږدې رامينځ ته شوه چې د ودانۍ د راپرېوتو په نتيجه کې ۱۱ کسان تر ملبې لاندې شوي ول.

د رېسکيو ۱۱۲۲ ضلعي چارواکي ډاکټر کليم الله له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې د پينځو ساعتونو تر عملياتو وروسته يې نهه مړي او دوه ژوبل کسان له ملبې راايستلي دي.

چارواکي زياته کړه چې پېښه د ګېس سلنډر چاودېدو له وجې رامينځ ته شوې ده.

د ملتان مرستيال کمېشنر او پولیس چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلې دي او د نورو پلټنو لپاره يې کار پيل کړی دی.

XS
SM
MD
LG