طاهر جمیل خان په لاهور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پنجاب پر سیاست، اقتصاد او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه برابروي.
د پنجاب په مرکز لاهور کې یو سېک بېوزله مسلمانانو ته روژه ماتی برابروي. سردار درشن سېنګ د خیبر پښتونخوا د تیرا دی خو له تېرو دوو لسیزو راهیسې په لاهور کې ژوند او کاروبار کوي. دی وايي، د مسلمانانو په مینځ کې اوسي نو دا یې "فرض" دی چې له بېوزلو سره ښېګړه وکړي. نور په ویډيويي راپور کې.
له څه باندې څلورو میاشتو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د لارو بندېدو او سوداګرۍ درېدو له وجې د پنجاب کروندګرو ته لوی زیانونه اوښتي دي. کروندګر وايي، د دې له کبله د الوګانو بیه ټیټه شوې او په منډیۍ کې د کرنې لګښت هم نه پوره کوي. ویډيويي رپورټ.
چارواکي وايي د پنجاب په بسنت مېله کې له درې اربه روپيوو څخه د زیاتو باډېوې خرڅې شوې دي
د لاهور او نورو ښارونو خلک خوشاله دي چې حکومت ۲۲ کاله وروسته یو وارې بیا دوی ته د باډیوو د مېلې (بسنت) لمانځلو اجازه ورکړې ده.
د خيبر پښتونخوا اعلا وزير سهيل اپريدی د تحریک انصاف د احتجاجي تحریک په ترڅ کې په درې ورځني سفر پنجاب ته تللی دی.
عدالت د ډېسېمبر پر ۲۶مه خپله تفصیلي لیکلې پرېکړه خپره کړې چې له مخې یې د لاهور په ګلبرګ کې د ګاډو او ودانیو سوځولو په قضیه کې د پي ټي ای میا محمود الرشید ته د ۳۳ کلونو د بند او ۶۰۰،۰۰۰ روپیو جرمانې سزا اورولې ده.
د پاکستان د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې حکومت داسې لنډمهاله حراستي مرکزونه پرانېستي چې پکې افغان کډوال ساتل کېږي.
د صوبې د اطلاعاتي چارو وزیرې عظما بخارۍ د نومبر پر ۱۹مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې حکومت به د بې اسناده بهرنیانو په اړه د خبر ورکوونکو پېژندګلوي پټه ساتي خو دا یې نه دي ویلي چې څومره انعام ورکوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام (چمپیینز ټرافۍ) په سیالۍ کې انګلستان (انګلينډ) ته په ۸ منډو ماتې ورکړه. د فبرورۍ پر ۲۶مه د پاکستان د لاهور په قذافي لوبغالي کې تر سیالۍ وروسته اوس افغانستان چانس لري چې نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړي. د سیالیو لیدو ته ګڼ افغانان هم ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.
په لاهور کې ګڼو ښځو او فعالانو د خپلو حقونو لپاره لاریون کړی دی. د "عورت مارچ" په نوم د فبرورۍ ۱۲مې لاریون په پاکستان کې د ښځو ملي ورځې په مناسبت شوی دی. په دې اړه لنډ ویډیويي راپور وګورئ.
د فبرورۍ پر ۱۹مه په پاکستان کې د کرکټ د اتلانو جام سیالۍ پیلېږي. دا لوبې په کراچۍ، لاهور او راولپېنډۍ کې ترسره کېږي.
په اذربایجان کې د اقليمي بدلون په اړه نړيواله غونډه به د نومبر له يوولسمې تر دوه ویشتمې روانه وي
د مسلم لیګ (ن) رهبر میا نواز شریف د اکتوبر پر ۱۶مه په لاهور کې په خپل کور کې مولانا فضل الرحمان، ولسمشر اصف علي زرداري، د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري او ځینې نورو وزیرانو ته ډوډۍ کړې وه چې پر مهال یې په ایین کې د ۲۶م ترمیم په اړه پر حکومتي پلان خبرې وشوې.
پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د سېپټېمبر پر ۲۱مه د خپل زنداني رهبر عمران خان او نورو سیاستوالانو د خوشې کولو لپاره احتجاجي جلسه وکړه. د ګوند ګڼ سیاستوالان، غړي او پلویان له لاهور ښار سره نېږدې جلسې ته ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.
مخکې د لاهور انتظامیې ګوند ته له مینار پاکستان سره د ولسي غونډې اجازه نه وه ورکړې.خو د سېپتمبر پر ۲۰مه ناوخته پي ټي ای ته د لاهور په کاهنه سیمه کې کې د جلسې اجازه ورکړل شوه.
د پنجاب په سرښار لاهور کې ميشت پښتانه وايي که څه هم په هغه ښار کې دوی له ډيرې مودې راهيسې ژوند کوي خو شناختي کارډ او پاسپورټ يې نه جوړيږي. په دې کې ځيني داسې هم دي چې له تېرو شلو کلونو راهيسې اوسېږي. هلته د پښتنو خير ښيګړې يو تنظيم هم موجود دی.
خو د یادې ادارې ویاند داسې تورونه ردوي او وايي چې دوی په پاکستان کې د مېشت هر قام وګړو ته بې له توپیره کار کوي. په دې اړه د طاهر جمیل خان رپورټ وګورئ
ګڼو خلکو د پنجاب د لاهور پر هوايي ډګر د پاریس په اولمپېک سیالیو کې د سرو زرو مېډال (تمغې) ګټونکي لوبغاړي ارشد ندیم هرکلی کړی دی.
پي ډي اېم اې ویلي دي چې په راتلونکو دوو ورځو کې په مري، راولپېنډۍ، اټک، منډي بهاوالدین، سیالکوټ، ګجرات، ګوجراوالا، لاهور، اوکاړه، قصور، ساهیوال، خوشاب، فیصل اباد، سرګودا، نورپور تل او په نورو ضلعو کې له سیلۍ سره د باران امکان دی.
نور وښیئ