د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین پوځ وايي روسیو ځواکونو یې د هېواد پر بېلابېلو برخو ډرون بریدونه کړي دي


د فبرورۍ پر نهمه یو کس په کییف کې د روسیې په برید کې په ویجاړه شوې ودانۍ کې ولاړ دی.
د فبرورۍ پر نهمه یو کس په کییف کې د روسیې په برید کې په ویجاړه شوې ودانۍ کې ولاړ دی.

د اوکراین پوځ وایي چې روسیو ځواکونو د فبرورۍ پر ۱۰مه شپې مهال د کییف په ګډون د هېواد پر نورو برخو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو نوې سلسله پیل کړې ده.

د اوکراین پوځ او چارواکو د فبرورۍ پر۱۱مه دا بیان تر هغې وروسته ورکړی دی چې روسیو ځواکونو د هېواد پر دویم لوی ښار خارکیف، چې د روسیې پولې ته نېږدې دی، بریدونه وکړل.

پر اوکراین دا بریدونه پر داسې مهال کېږي چې کییف له خپل لوی ملاتړي هېواد امریکا څخه د پوځي مرستو له احتمالي خنډ سره مخامخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د جمهوري غوښتونکو یا رېپلېکن ګوند هغه هېواد ته د بې اسناده کډوالو ورتګ مخنیوي لپاره د پولو انتظام په تګلاره کې د پراخو بدلونونو غوښتنه کوي او د اوکراین لپاره د ۶۱ اربه ډالرو مرستو د منظورۍ مخه یې نیولې ده.

د اوکراین هوايي ځواک په ټېلېګرام په يو بیان کې ویلي دي چې هوایی دفاعي نظام یې د روسیې له ۴۵ بې پیلوټه الوتکو څخه۴۰ ویشتلې دي چې ډېری یې، د راپورونو له مخې، د هېواد په جنوب کې د يو مهم بندر بېبخبنا یا انفراسټرکچر په نښه کړ.

د اوکراین پوځي او سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د روسیې بې پيلوټه الوتکو د فبرورۍ پر ۱۰مه په بریدونو کې لږترلږه اته کسان ووژل او یوشمېر نور یې ټپیان کړل.

د سیمې والي اولېګ سېنېهوبوف د فبرورۍ پر ۱۰ مه پر ټېلېګرام وویل، د اوکراین د ختیز ښار خارکیف د پېټرولو پر پمپ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د درو ماشومانو په ګډون اووه تنه ووژل او درې ژوبل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG