د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین ولسمشر د طالبانو د سفیر باور لیک منلی دی


د چین ولسمشر شي جېنپینګ د طالبانو د حکومت د باور لیک منلی.(انځور: ارشیف)
د چین ولسمشر شي جېنپینګ د طالبانو د حکومت د باور لیک منلی.(انځور: ارشیف)

چینايي ولسمشر شي جېنپينګ د طالبانو د حکومت د سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي باورلیک منلی دی.

د چین دولتي خبري اژانس شینهوا پرون د جنورۍ پر ۳۰مه وویل چې ولسمشر شي په بیجنګ کې په یوه غونډه کې د طالبانو، پاکستان او ایران په ګډون د ۴۲ هېوادونو د نویو سفیرانو باورلیکونه ومنل. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس پاڼه په بیان کې ویلي دي چې کریمي په غونډه کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره هم ولیدل.

د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو چین د تېر کال په سېپټېمبر کې کابل ته خپل نوی سفیر استولی وو. چین په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغوی له حکومت سره دوه اړخیزه اړیکو پاللو ته دوام ورکړی دی.

مولوي اسدالله بلال کریمي د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر له میاشتې په چین کې د طالبانو د سفارت چارې مخته وړي.

بلخوا پر طالبانو د نړیوالې ټولنې له خوا د ښځو پر حقونو د سختو بندیزونو په خاطر نېوکې روانې دي او له ګڼو فشارونو سره سره لا هم طالبانو په دې مورد څه نرمښت نه دی ښوولی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG