د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پولیسو د "ایس" او نورو نشه یي توکو خلاف کارروایي پیل کړې


په کابل کې یو فارماسېسټ د کیمیاوي او نشه يي موادو معاینه کوي ـ پخوانی انځور.
په کابل کې یو فارماسېسټ د کیمیاوي او نشه يي موادو معاینه کوي ـ پخوانی انځور.

د پېښور پولیس وایي، په ښار او شاوخوا سیمو کې یې د ایس نشې خلاف کارروایي پیل کړې او په تعلیمي ادارو کې په سختۍ سره هغه خلک څاري چې زده کونکو ته نشه یي مواد رسوي.

د پېښور د پولیسو یو چارواکي ایس ایس پي اپرېشنز کاشف افتاب د سېپټېمبر پر اوومه په پولیس لاینز کې خبري غونډې ته وویل، د داسې ۲۰۰ کسانو لسټ یې جوړ کړی چې تعلیمي ادارو ته ایس او یا نور نشه یي مواد رسوي.

هغه وویل: ''په خاصه توګه زموږ د تعلیمي ادارو زده کوونکي پر نشو اخته شوې چې پکې هلکان او جینکۍ دواړه شامل دي، موږ یو لسټ جوړ کړی چې پکې د داسې ۲۰۰ کسانو خلاف مو عملیات پیل کړې دي چې په تعلیمي ادارو کې زده کونکو ته نشه یي مواد رسوي.''

ایس ایس پي اپرېشنز کاشف افتاب دا هم وویل چې په پېښور کې د نشه یي موادو جوړولو یو شمېر کارخانې یې تړلې دي او ۴۶۰ داسې کسان یې هم نیولې دي چې د نشه یي موادو په کاروبار کولو کې ککړ ول.

دا تر هغې وروسته ده چې د پېښور پوهنتون زده کونکو په وروستیو کې په پوهنتون کې د ایس نشې د کاروبار په خلاف بیا بیا مظاهرې وکړې.

د ایس نومې پر نوې نشې ګڼ روږدي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:09:10 0:00

د خیبر پښتونخوا په بندوبستي او قبایلي سیمو کې د ''ایس'' تر څنګ د چرسو، هیروین او اپیمو په نشو هم ډېری خلک روږدي دي چې کورنۍ یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړې دي.

د ایس کیمیاوي نوم مېتامفېټامین (Methamphetamine) دی چې د ډاکټرانو په وېنا له هېروینو یا پوډرو هم زیات خطرناک دي.

په پېښور کې د 'حق اواز' په نوم یوه ناحکومتي اداره په مخدره موادو د روږدو کسانو علاج کوي. د دې ادارې مشر محمد شفیق وايي، په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا ۲۲ لاکه خلک په بېلا بېلو نشو روږدي دي.

شفیق وايي، اوس ډېرې نجونه هم په نشو اخته شوې دي.

دی وايي، پخوا د مخدره موادو په کاروونکو کې د نجونو شمېر کم وو خو اوس ښايي د ټولنیزو شبکو او موبایل فون اپليکېشنونو له وجې یې شمېر زیات شوی وي.

دی زیاتوي، په ځوانانو کې زیاتره ایس او بیا هېروین کاروي.

XS
SM
MD
LG