د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا پروېز خټک له پي ټي ای څخه لاره بېلوي او نوی ګوند جوړوي؟


ګنګوسې دي چې پروېز خټک نوی ګوند جوړوي: انځور له ارشیفه
ګنګوسې دي چې پروېز خټک نوی ګوند جوړوي: انځور له ارشیفه

یوې باوري سرچينې مشال رېډیو ته ويلي، پروېز خټک له تحریک انصاف ګوند څخه د لارې بېلولو فیصله کړې ده.

پروېز خټک د پاکستان تحریک انصاف ګوند مهم مخکښ، د عمران خان په حکومت کې د دفاع وزیر او د خیبر پښتونخوا صوبې پخوانی اعلا وزیر پاتې شوی دی.

د مې نهمې او لسمې تر پېښو وروسته پاکستان تحریک انصاف ګوند دا وخت د ګوند په توګه له يو لوی بحران سره مخامخ دی. د ګوند يوشمېر مشرانو ګوند پرېښی دی او ځينو بیا د جهانګير ترين په مشرۍ استحکام پاکستان پارټۍ کې ګډون کړی دی. خو په دې کې د خيبر پښتونخوا د تحریک انصاف مشرانو لا ګډون نه دی کړی.

خو د جولای په څلورمه نېټه د شپې ناوخته د خیبرپښنوخوا د پخواني وزيراعلا او د تحریک انصاف د پخواني صوبایی صدر پرویز خټک په کور کې د نوموړي په مشرۍ د پلويانو په ګڼه ګوڼه کې يوه مهمه غونډه روانه وه.

يو مشر له هغه ځايه د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پروېز خټک به ډېر زر له تحريک انصافه جدا خپله سياسي تګلاره اعلان کړي خو غواړي له هغې وړاندې خپل ټول ملګري اوپلويان په اعتماد کې واخلي.

د یادولو وړ ده چې پي ټي ای تر هغې وروسته پروېز خټک ته شوکاز (د ځان د سپیناوي کولو) نوټس ورکړی وو چې کله نوموړي په دې وروستیو کې په یوه بیان کې وویل چې د نهمې او لسمې مې د پېښو ذمه وار عمران خان دی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند دا بیان رد کړی دی.

د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په يوه قضيه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانيو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

د پاکستان حکومت او پوځ د مې نهمه توره ورځ بللې او پکې يې د لاس لرونکيو پرضد په پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلولو فیصله کړې ده.

خو پوښتنه دا ده چې پروېز خټک دا وخت د پردې تر شا په کومو هلو ځلو بوخت دی؟ په اړه يې دغه مشر چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي او پخپله هم د هغه غونډې برخه وال وو، مشال راډیو ته یې وویل، که څه هم د تحریک انصاف ضلعي عهدیدران يا مشران او یو شمېر د صوبايي اسمبلۍ غړي د پرویز خټک په مرسته ولاړ دي خو د نوموړي لپاره اصل چېلنج د ګوند هغه عام کارکوونکي قانع کول دي څوک چې اوس هم د پخواني وزيراعظم عمران خان وفادار دي او په هېڅ صورت کې له هغه پرته د بل يو سیاسي مشر تر شا ودرېدو ته تیار نه دي.


تر دې يوه ورځ وړاندې د جولای په درېيمه د پرویز خټک زوی اود نوښار ضلعې ناظم اسحاق خټک مشال راډیو ته ویلي وو چې د عمران خان د پوځ ضد بيانونه د عوامي سياست ضد عمل دی.

که څه هم نوموړي د مشال ريډیو د دې پوښتنې، چې ایا پرویز خټک یو نوی ګوند اعلانوي او که کوم سیاسي ګوند کې شمولیت کوي؟ واضحه ځواب ورنکړ خو زياته یې کړه چې سلا مشورې روانې دي او دوی به ډېر زر یوه نوي تګلاره اعلان کړي.

اسحاق خټک دا هم وویل چې د تحریک انصاف د صوبایي اسمبلۍ يو شمېر پخوانيو غړو دوی ته د خپلې مرستې ژمنه کړې ده.

د پروېز خټک یو نزدې ملګري د نوم نه څرګندولو په شرط د جولای په پنځمه مشال راډیو ته وویل چې خټک خپلو پلویانو ته ویلي چې په خپل سوشل ميډیا اکاونټونو کې دې نور د تحریک انصاف ذکر نه کوي. دغه تن چې یوه ورځ وړاندې یې له پروېز خټک سره د نوموړي په کور کې ملاقات کړی وو دا یې هم وویل چې له پروېز خټک سره پخواني وزیراعلا محمود خان، پخواني صوبایي وزیر شوکت يوسفزي، له بونیره د صوبایي اسمبلۍ پخواني غړي فضل اکبر او د پښتونخوا اسمبلۍ پخواني سپیکر مشتاق غني هم ملاقاتونه کړي دي.

استحکام پاکستان ګوند ولې جوړ شو او څه راتلونکې لرلای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:34 0:00


یادې سرچینې دا هم وویل چې که څه هم په رسنیو کې متحده انصاف پارټۍ په نوم د پروېز خټک د نوي ګوند ګنګوسې روانې دي خو په نوښار کې د پيپلز ګوند د یو مخکښ لياقت شباب له مړینې وروسته امکان موجود دی چې پروېزخټک د مستقبل د وزیراعلا جوړېدو په ژمنه په پاکستان پیپلز پارټۍ کې شامل شي.

بلخوا له نوښاره د تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ یو پخواني غړي د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې هغوی د پروېزخټک په مشرۍ د یو نوي سیاسي ګوند جوړولو په اړه سلا مشورې پیل کړې دي. دغه کس چې د خټک نږدې پلوي بلل کېږي، زیاته یې کړه چې د جهانګیر ترین په مشرۍ د استحکام پاکستان ګوند سره د هغوی جوړښت نه برابرېږي ځکه چې هغوی په خیبر پښتونخوا او دوی په پنجاب کې هېڅ دلچسپي نه لري.

که څه هم د تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا صوبې يو شمېر مخور مشران لکه له مردان او صوابۍ د صوبایي اسمبلۍ غړي او پخواني صوبايي وزیران عاطف خان او شهرام خان ترکی، دغسې د صوبې پخوانی ګورنر شاه فرمان او د صوبايي اسمبلۍ غړي فضل حکیم، تېمور سلیم جګړا، کامران بنګش، افتخار مشواڼی، ډاکټر امجد او شاهد علي خان لا هم د عمران خان په مرسته ولاړ دي خو يو شمېر نورو مشرانو او د صوبايي اسمبلۍ غړو بیا په پټه او څرګنده د پروېز خټک سره ملاقاتونه کړي دي.

يوې سرچینې چې نه يې غوښتل خپل شناخت څرګند کړي د جولای په څلورمه نېټه یې مشال راډیو ته وویل چې پخواني وزیراعلا محمود خان او له سواته د صوبایي اسمبلۍ د تحریک انصاف دوه غړو محب الله او عزیزالله ګران د لوی اختر په موقع د پروېز خټک سره ملاقاتونه کړي.

خو د پخواني وزیراعلا محمود خان يو نږدې ملګري بیا مشال راډیو ته وویل چې نوموړي په دې غرض له پروېز خټک سره لیدلي وو چې له تحریک انصافه له لارې بیلولو او د عمران خان په ضد له تلو یې منع کړي.

خو بلخوا د محمود خان ورور، عبدالله چې د تحریک انصاف په ټکټ د سوات د مټې تحصیل چيرمېن منتخب شوی، ځايي خلکو ته د لوی اختر د مبارکۍ په خاطر هلته په لګول شوي يو ساین بورډ کې نه خو د عمران خان عکس لګولی وو او نه یې هم پکې د تحریک انصاف بېرغ په نظر راتلو.

په سيمه کې د مشال راډیو د خبريال په وینا، په تېرو وختونو کې به نوموړي همېشه په داسې پیغامونو کې د تحریک انصاف جنډه او د عمران خان عکس کارولو.

یوې بلې سرچینې مشال ریډیو ته وویل چې د صوبايي حکومت پخواني وياند اجمل وزیر او د صوبايي اسمبلۍ غړو هشام انعام الله او اقبال وزیر هم څلور ورځې وړاندې د پرویز خټک سره ملاقات کړی وو.

بلخوا د تحریک انصاف صوبايي ویاند بېرسټر سېف مشال راډیو ته وویل چې پرویز خټک د تحریک انصاف دننه د ټولو فیصلو برخه او ترې خبر وو نو اوس یوازې عمران خان ته ګوته نیول مناسب نه دي.

نوموړی وايي: "چې کله د ګوړې او د حلوا د خوړلو وخت وو، نو خټک صیب به له ټولو مخکې وو، دوی به تر هر چا مخکې په لومړي سیټ ناست ول خو اوس الزامونه لګوي او لاره بېلوي نو ښه ده چې لاړ شي او پارټي صفا شي."


په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف یو شمېر مخور مشران پټ دي او نورو یې بیا له ګونده لارې بیلې کړې دي، په صوبه کې د پي ټي ای راتلونکی څنګه دی؟ په اړه یې په پیښور کې خبریال لحاظ علي وايي چې د پروېزخټک په مشرۍ د نوي ګوند امکان ډېر دی او د استحکام پاکستان په څېر به دغه ګوند ته د پښتونخوا د تحریک انصاف غړي ورځي.

نوموړی وايي: "په دې تېرو لنډو ورځو شپو کې د تحریک انصاف ګڼو مشرانو یا له پروېز خټک سره ملاقاتونه کړي او یا یې هم د ټیلیفون پر لار ورسره خبرې کړې دي، له دې هر څه معلومېږي چې څه کیسه روانه ده. په دغو مشرانو کې مشتاق غني دی، خلیق الرحمان دی، ادریس خټک دی او داسې نور کسان شامل دي."

په پېښور کې یو بل خبريال او سیاسي شنونکي طارق افاق مشال راډیو ته وویل چې پروېز خټک د تحریک انصاف دننہ د سیاسي جوړ‎ جاړ‎ۍ کس گڼل کېږ‎ي نو که د صوبې په کچه پارټي جوړ‎وي نو امکان لري چې د پي ټي ای زیات کسان ورسره ملګري شي.

نوموړی وايي: "پروېز خټک په پي ټي ای کې یو مضبوط کس دی او هغه دا توان لري چې د یاد ګوند ډېری مشران له ځان سره کړي او یوه نوې تګلاره غوره کړي. په دې کې هېڅ شک نشته چې هغه پي ټي ای ته سخت نقصان رسولی شي."

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند له ۲۰۱۸مه تر ۲۰۲۲مه په مرکز کې په حکومت کې وو. د ۲۰۲۲ز کال په اپریل کې بیا د عدم اعتماد له لارې د تحریک انصاف حکومت ختم شو او په مرکز کې د مسلم لیګ نون په مشرۍ کې د پاکستان ډیموکریټک الاینس اتحادي حکومت جوړ شو.

د مې په نهمه د حکومت لخوا د درغليو په تور د عمران خان د ګرفتارۍ پر ضد تحریک انصاف په يو شمېر ښارونو کې مظاهرې وکړې چې پکې په لاهور کې د کور کمانډر کور او په پېښور کې د راډیو پاکستان ودانۍ سوځولو تر څنګ یو شمېر پوځي او حکومتي ځایونو ته زیانونه واړول شول.

XS
SM
MD
LG