د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کډوالو نړیواله ورځ: پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ستونزو سر ټکوي‌


په پاکستان کې مېشت ډېری افغان کډوال د خټو په کچه کورونو او کوډلو کې ژوند کوي: انځور له ارشیفه
په پاکستان کې مېشت ډېری افغان کډوال د خټو په کچه کورونو او کوډلو کې ژوند کوي: انځور له ارشیفه

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، د ژوند لویه برخه یې په کډوالۍ کې تېره کړه او اولادونه یې هم هغه مشکلات ګالي کوم چې له کلونو راهیسې دوی ګالي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون ۲۰مه د کډوالو د نړېوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي او په پاکستان کې هم په دې اړه ځینې غونډې ترتیب شوي چې پکې چارواکي ادعاوې کوي چې تر ډېرې اوږدې مودې پورې یې د افغان کډوالو پالنه کړېده.

ملګري ملتونه له ۲۰۰۰ز کال راهیسې د کډوالو نړیواله ورځ د دې لپاره لمانځي چې کوربه هیوادونو ته سپارښتنه وکړي چې له کډوالو سره دې له تعصب، تاوتریخوالي، مذهبي عقایدو او سیاسي اختلافاتو پرته انساني سلوک وشي.

د پوهانو په اند له دې کاره یې موخه دا ده چې کوربه هیوادونو ته دا تاثر ورکړل شي چې دغه کډوال هم خپل وطن لري خو اوس یې پکې ژوند نه تېرېږي نو ځکه کډه په سر دي او داسې سلوک باید ورسره وشي چې هغوی ته د خپل وطن کمی محسوس نه شي.

خو پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، له کلونو راهیسې هلته اوسي او د ژوند ستونزې یې لا هم حل شوې نه دي. د پنجاب په میاوالي کېمپ کې مېشت افغان کډوال بلال خان وايي، په سترګو معذوره دی، مېرمن یې ناروغه ده او ډېر د مجبورۍ ژوند تېروي.

په همدغه کېمپ کې مېشت یو بل افغان کډوال قدالي خان ځدراڼ وايي، ټول عمر یې په کډوالۍ کې تېر شو، د ستونزو له وجې یې زامن او لوڼې بې تعلیمه لوی شول.

هغه وايي، په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم بندیز دی، په پاکستان کې داسې بندیز نشته خو دوی د اقتصادي مسایلو له وجې خپل اولادونه له کېمپه دباندې زده کړو ته نه شي استولی او په کېمپ دننه داسې هېڅ اسانتیا نشته.

د پاکستان په سېند صوبه کې مېشت افغانان بيا وايي چې له ځايي پولیسو ډېر تنګ دي هغه ځکه چې د دوی په وینا، دا پولیس یې نیسي او پیسې ترې اخلي. خو پولیس نه یوازې د پیسو اخیستو تور ردوي‌ بلکې وايي چې یوازې هغه افغان کډوال نیسي چې قانوني‌ اسناد نه لري.

د کراچۍ په افغان کېمپ کې مېشت حاجي عبدالغفور وايي، هغه بشري حقونه چې د نړۍ ټولو وګړو ته حاصل دي، دوی ترې بې برخې دي.

نوموړی وايي، د تېرکال بارانونو یې کورونه ور ړنګ کړل، دوی چې یې د بیا رغولو لپاره مټې بډ وهلې نو پر ځای د دې چې حکومت مرسته ورسره وکړي، پولیس ورغلل او ورته یې وویل، که ړنګ شوي کورونه مو بیا جوړوئ نو پیسې به راکوئ.

د کراچۍ په همدې کېمپ کې روزالدین هم له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د کډوالۍ ژوند تېروي. هغه وايي، هره ورځ ورسره دا وېره وي چې ګوندې پولیس به یې ونیسي. د نوموړي په وینا پولیس هره ورځ د هغوی کېمپ ته ورځي او خلک ځوروي.

خو بل لوري ته د پولیسو مشرانو په وار وار ویلي، پاکستان کې غیرقانوني کډوال نیول کېږي، هغو نورو ته څه نه ویل کېږي چې قانوني اسناړ ورسره وي.

د سېند د اطلاعاتو وزیر شرجیل انعام مېمن هم د جون پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، په یاده صوبه کې مېشت هر قانوني کډوال ته دا حق حاصل دی چې هلته ژوند وکړي خو د غیرقانوني افغان کډوالو یا د نورو هیوادونو د وګړو پر ضد به قانوني کارروايي کېږي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د معلوماتو له مخې دا مهال په پاکستان کې ۱۴ لاکه ثبت شوي افغان کډوال قانوني ژوند کوي او په دې کې د اکثرو کډوالو په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني وخت د ۲۰۲۳ز کال د جون میاشتې په اخره نېټه پای ته رسېږي.

نو په داسې کې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال اندېښنه لري چې راتلونکی به یې څنګه شي؟

مشال راډیو چې په دې اړه په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له ویاند قېصر اپریدي سره تماس ونیوه نو هغوی وویل، په دې اړه یې د پاکستان له حکومت سره خبرې روانې دي، تر دې دمه کومه پرېکړه نه ده شوې خو هغوی هیله لري چې دا ستونزه به زر هواره شي.

XS
SM
MD
LG