پېښور های کورټ حکومت ته حکم کړی چې د ۳ اېم پي او تر قانون لاندې نيول شوي د تحريک انصاف ټول غړي خوشې کړي.
د مې پر ۳۱مه هايکورټ د تحريک انصاف د وکيلانو دا دليل ومانه چې ویل یې د مې پر نهمه نيول شويو کسانو په ايين کې د ورکړل شويو حقونو له مخې مظاهره کړې ده. عدالت تر دې وروسته پولیسو ته حکم وکړ چې د عامه ګډوډيو د مخنيوي قانون (۳ اېم پي او) لاندې نيول شوي کسان له قیده ازاد کړي.
د خيبر پښتونخوا نګران حکومت ويلي چې د مې نهمې او لسمې په بلوو کې يې د لاس لرلو په تور د پاکستان تحریک انصاف د ۲۰ کارکوونکيو قضيي پوځی عدالتونو ته استولې دي. د صوبې د اطلاعاتو نګران وزیر فيروز شا کاکاخيل د مې پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې د قهرجنو مظاهرو پر مهال په پيښور، بنو، مردان، ملاکنډ او يوشمېر نورو ځايونو کې پوځي او دولتي ودانیو ته اورونه اچول شوي ول.
د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د پخواني وزيراعظم او تحريک انصاف د مشر، عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د هغه پلويانو مظاهرې وکړي. د خيبر پښتونخوا په ځينو ځایونو کې د مظاهرو په وخت پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وشوې او ځينو ځایونو ته اور واچول شو.
عمران خان ادعا کړې وه چې ويجاړی د هغه پلويانو نه بلکې د استخباراتيادارو کسانو کړی. هغه د مې پر ۳۰ خپلو پلويانو ته په وينا کې وويل چې سوله ییز احتجاج یې حق دی. نوموړي زیاته کړې وه چې کله دی رينجرز ځواکونو ونيو او په کشولو یې بنديخانې ته روان کړ نو احتجاج به خامخا د پوځي ادارو مخې ته کېده.
عمران خان وايي يوه عدالتي کمېټې دې په خپلواک ډول د پېښو پلټنې وکړي. هغه او تحریک انصاف د خپلو ګرفتارو سیاستوالانو او پلویانو پرضد په پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلولو د حکومتي پرېکړې پرضد په سپریم کورټ کې درخواست دایر کړی دی.
خو پوځ او حکومت وايي، ثبوتونه ښيي چې د تحريک انصاف ځينې مشران د حملو په پلانولو کې ښکېل ول. پوځ اعلان کړی چې د پوځي او رسمي رازونو د افشا کولو له جنايي قوانینو سره سم به د بلوه ګرو پرضد مقدمې چلوي. د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بولي او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کوي.