د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان وايي دی په سم دستي توګه د خبرو اترو اپیل کوي ځکه چې د ده په وینا، "دا څه چې روان دي، دا یې حل نه دی."
خو نوموړي زیاته کړې چې د خبرو اترو د خواست مطلب دا نه دی چې ګواکې دی کمزوری دی.
عمران خان د مې پر ۲۶مه له فرانس ۲۴ نومي ټلویژن سره په مرکه کې وویل چې د ده د ګوند تر لسو زرو زیات کارکوونکي نیول شوي دي. نوموړي وویل هر څوک چې د ده ملاتړ کوي هغوی نیول شوي دي.
عمران خان د مرکې په ترڅ کې وویل چې "که دا وخت اقدامات ونه شول نو داسې پړاو ته به حالات ورسېږي چې بیا به هیڅ نه شي کیدای."
عمران خان وویل اوس باید ټولې ادارې له دوی سره کښېني او د مسلو حل پیدا کړي.
دا له هغه وروسته ده چې د مې پر نهمه د درغلیو په یو مقدمه کې د عمران خان تر نیول کېدو وروسته په هیواد کې له تشدده ډکې مظاهرې راپارېدلی وې.
د پاکستان تحریک انصاف په هغو مظاهرو کې شریکو خلکو پوځي او حکومتي ودانیو ته نقصان رسولی وو. د هغې پېښې په تړاو مقدمې درج شوې وې او د ګوند یو شمېر کارکوونکي او سیاستوالان نیول شوي دي.
په عین حال کې د ګوندیو شمېر مخورو سیاستوالانو له تحریک انصاف څخه د لارې جدا کولو او یا د سیاست پرېښودو اعلانونه هم کړي دي.
خو د مې پر ۲۷مه د تحریک انصاف پر ټویټر پاڼه په خپره شوې ویډیو کې عمران خان ویلي چې څوک په زور د ده ګوند نشي ختمولای.
خو د رېلوې وفاقي وزیر خواجه سعد رفیق د مې پر ۲۶مه د پنجاب په ګجرات کې د خپل ګوند پلویانو ته په وینا کې ویلي چې عمران خان د خبرو اترو موقع په خپله له لاسه ورکړې ده.
نوموړي ویلي چې دوی په وار وار د عمران خان له ګوند تحریک انصاف سره غږېدلي وو چې د انتخاباتو لپاره په شریکه یوه نېټه وټاکي.
د خواجه سعد رفیق په وینا، د تحریک انصاف ګوند مذاکراتي ډلې ورسره منلې وه چې انتخابات به د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر یا نومبر کې وشي خو د ده په خبره، عمران خان هغه وړاندیزونه رد کړي وو.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف وايي، "په پاکستان کې د سياسي ګډوډۍ جوړولو لپاره قصداً هڅې روانې وې چې نتيجه يې د نهمې مې پېښه وه."
په کراچۍ کې د کې-څلور K4 اوبو پروژې پرانیستې پرمهال شهباز شریف وویل، "د مې ۹مه د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو توره ورځ وه، خو د ټولو ګډو هڅو او ګډو مشورو دغه سازشونه ناکامه کړل."
نوموړي تور پورې کړ چې د عمران خان پلویانو د مې پر نهمه په پوځي تاسيساتو برید وکړ او د شهيدانو د يادونو سپکاوى یې وکړ.
د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف پلویانو د مظاهرو پر مهال پر پوځي تاسیساتو، سرکاري او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان ورسولو .
د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول.
د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بولي او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کوي.
پوځ د مې د نهمې او ۱۰مې تر پېښو شاوخوا یوه اوونۍ وروسته اعلان وکړ چې د پوځي او رسمي رازونو د افشا کولو له جنايي قوانینو سره سم د بلوه ګرو پرضد مقدمې چلوي.