د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه هنرمندان د پېښور رېډیو پاکستان ودانۍ ته ورغلي دي


پښتانه هنرمندان د پېښور رېډیو پاکستان ودانۍ ته ورغلي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

د پښتو ژبې یوشمېر نومیالي سندرغاړي او هنرمندان په پېښور کې د پاکستان دولتي راډیو سوځېدلې ودانۍ ته ورغلي او هلته یې له کارکوونکو سره د یووالي څرګندونه کړې ده. سندرغاړې وږمې د مې پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، د رېډیو پاکستان په سوځېدو یې وژړل. په پېښور کې د رېډیو پاکستان ودانۍ د مې پر ۱۰مه پارېدلو مظاهرچیانو سوځولې وه. د راډیو چارواکي وايي، د تحریک انصاف پلویان په ودانۍ ورننوتل او ورته یې اور واچاوه. خو د هغه ګوند مشر عمران خان دا تور ردوي او وايي پلویانو یې دولتي او شخصي ودانیو ته زیان نه دی رسولی. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG