د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې د امن ساتلو لپاره پوځ ورغوښتل شوی دی


په مظاهره کې د پوليسو يو ګاډي ته اور اچول شوی
په مظاهره کې د پوليسو يو ګاډي ته اور اچول شوی

د پاکستان پنجاب او خیبر پښتونخوا صوبايي حکومتونو د مې پر لسمه تر هغه وروسته په صوبې کې د پوځ ځای پر ځای کولو فيصله وکړه چې د عمران خان تر نيول کېدو وروسته د هغه پلويانو له تشدده ډکې مظاهرې وکړي.

د پنجاب کورنيوو چارو وزارت د مې پر لسمه، په يو نوټيفيکیشن کې ويلي چې د عامه امن ساتلو لپاره د پوځ تعنياتولو ضروري دي. په نوټيفيکيشن کې راغلي چې د پوځيانو شمير به صوبايي حکومت او پوځي چارواکي ټاکي.

د پوځ تعنياتۍ په اړه د پنجاب کورنيو چارو وزارت نوټيفيکیشن
د پوځ تعنياتۍ په اړه د پنجاب کورنيو چارو وزارت نوټيفيکیشن

همدغسې يو نوټيفيکشن د خيبر پښتونخوا حکومت کورنيوو چارو وزارت هم خپور کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په بنو کې خلکو د پوځي چاوڼۍ دروازې ته اور اچولی او په پېښور کې د بالاحصار مخې ته د تحريک انصاف مظاهرې دوام لری.

د پاکستان تحریک انصاف يو مخکښ فواد چوهدري پر دې اقدام نیوکې کړي دي. هغه پر ټويټر د پوښتنې راپورته کولو سره ویلي چې کله د ژر ټاکنو خبره کېدله نو پوځ او حکومت دواړو د پوځ په نورو معاملو کې د مصروفیت ویل. د هغه په خبر اوس نو بیا پوځ څنګه رابلل کېږي؟

د يادونې ده چې د مې پر نهمه، د پاکستان پخوانی وزيراعظم او د تحريک انصاف مشر عمران خان د درغليو په يوه مقدمه کې ونيول شو. د نوموړي پلويانو له هغه راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې کړې چې پکې پوځي، ملکي او شخصي املاکو ته زیان رسېدلی دی.

د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزيب په يو بیان کې ويلي چې تشدد کوونکيو مظاهره چيانو سره به هېڅ رعايت نه کيږي. هغې زیاته کړې چې پوليسو ته ويل شوي چې هر هغه تن ونیسي چې قانون په خپلو لاسونو کې اخلي.

پولیسو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحريک انصاف د غړيو نيولو ته دوام ورکړی دی. په نيول شويو کې د تحريک انصاف يو مرکزي مشر، اسد عمر او د پنجاب پخوانی ګورنر عمر چېمه هم شامل دي. ډان ورځپاڼې ليکلي چې يوازې په پنجاب کې له ۱۰۰۰ زیات کسان نيول شوي دي.

د تحريک انصاف مرستيال مشر، شاه محمود قریشي پر ټويټر خپره کړې ويډيو کې ويلي چې پولیسو د هغه د نيولو کوښښ کاوه خو نوموړی بچ شو. د هغه په خبره په همدې دوران کې اسد عمر ونيول شو. قریشي زیاته کړه چې د دوی سوله ييزې مظاهرې به دوام لري ځکه چې په وينا یې دا یې قانوني حق دی. هغه زياته کړې چې ممکن نوموړی هم ونيول شي، مګر د پلويانو مظاهرې به دوام لري.

د مې پر نهمه، رينجرز ځواکونو عمران خان د پاکستان احتساب قامي ادارې پر امر د درغلۍ په يوه مقدمه کې ونيو چې بيا وروسته اسلام اباد های کورټ د هغه ګرفتاري قانوني عمل وګرځاوه. د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله تېر ماښام په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې عمران خان په القادر ټرسټ قضيه کې نيول شوی او نوموړي د خپل واک پر مهال له برتانيې د راغلو ۶۰ اربه روپيو غبن کړی دی. خو شاه محمود قریشي قریشي ويلي چې دا تورونه بې بنياده او سیاسي دي.

پر عمران خان فرد جرم لګول شوی

عمران خان دا وخت د پاکستان د احتساب ملي ادارې (نېب) په بند کې دی. نن (د مې پر لسمه) عمران خان په توشه خانه مقدمه کې جوډيشل مجسټرېټ ته وړاندې شو. د ډان ورځپاڼې ترمخه، په دې قضيه کې پر هغه فرد جرم عاید شو. توشه خانه قضيه کې پر عمران خان تور پورې شوی چې له بهرنيوو هېوادونو پاکستاني حکومت ته ورکړل شوې ډالۍ یې خرڅې کړې دي. نوموړی دا تور ردوي.

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران د بهرنیو سفرونو پر مهال ورکړې ډالۍ ساتي. د عمران خان پرضد د توشه خانې قضیه له تېر کال راهیسې په اسلام اباد های کورټ کې روانه وه. عدالت له هغه غوښتنه کړې وه چې د وزيراعظم په توګه له بهرنيوو هېوادونو اخیستو ډاليوو تفصيل دې په ډاګه کړي.

تاوتريخوالی او مرګ ژوبله

د خیبر پښتونخوا له بټ خېلې د ضلعي روغتون چارواکو مشال راډيو ته په ليږلو معلوماتو کې ويلي چې پرون او نن دغه روغتونه ته ۱۴ زخميان وروړل شوي وو. په دوی کې ۲ کسانو ساه ورکړې او د ۲ حالت ښه نه دی. پاتې نور تر درملنې وروسته، کورونو ته استول شوي دي. اکثره دا کسان د تحريک انصاف غړي دي چې د مظاهرو په وخت زخميان شوي.

د سیند حکومت ویاند مرتضی وهاب وایي په کراچۍ کې دمظاهرو په وخت سرکاري او شخصي ګاډي سوځولي املاکو ته یې زیان رسولی نو ځکه یې لږ تر لږه ۷۷ کسان نيولي دي. د هغه په خبره په صوبه کې چې هر څوک د ګډوډۍ او ناامنۍ پيدا کولو کوښښ کوي، پر ضد به يې کارروايي کيږي. خو په دې صوبه کې د تحریک انصاف نن هم په کراچۍ او نورو ښارونو کې د احتجاجونو اعلان کړی دی.

په همدې حال کې، د پاکستان حکومت د ملک په بېلابېلو برخو کې انټرنېټ بند کړی دی. د مشال راډيو د خبريالانو ترمخه، ټويټر، وټس اپ، فېسبوک او انسټاګرام بند دي. د بشري حقونو نړيوالو ادارو پر حکومت غږ کړی چې د بیان ازادۍ مخنیوی دې نه کوي او انټرنېټ دې خلاص کړي. خو د پاکستان مخابراتو ادارې ويلي چې تر نامعلوم وخته پورې به انټرنېټ بند وي.

XS
SM
MD
LG