د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پوځ د نوي مشر مخې ته کومې ننګونې پرتې دي؟


د پاکستان د پوځ نوی مشر جنرال عاصم منیر: انځور له ارشیفه
د پاکستان د پوځ نوی مشر جنرال عاصم منیر: انځور له ارشیفه

د وزیراعظم شهباز شریف لخوا د پوځ نوی ټاکل شوی مشر لیفټېنېټ جنرال سید عاصم منیر به د نومبر په پای کې خپله کاري موده پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د پوځ د نوي مشر پر ټاکنه په پاکستان کې ډېر بحثونه روان وو. اوس سترګې دې ته دي چې د پوځ نوی قیادت به په هیواد کې شته مسلو او د ورپېښو چیلنجونو په موجودیت کې خپل کار څنګه مخ ته وړي؟

شنونکي وايي د پوځ مخې ته یو شمېر چیلنجونه دي چې باید د حل کولو او له نورو ادارو سره د تعاون هڅه وکړي.

د پاکستان پخواني پوځي چارواکي او د دفاعي چارو پوه طلعت مسعود د نومبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وویل چې دا وخت د پوځ لپاره تر ټولو لویه ننګونه له ولسي حکومت سره په اړیکو کې برابري‌ ساتل دي.

نوموړي وویل پوځ باید د ایین په دایره کار کې دننه کار کولای خو د هیواد په ۷۵ کلن تاریخ کې کتل شوي چې پوځ داسې نه دي کړي.

نوموړي پوځ ته د ورپېښو چیلنجونو په اړه وویل، "زما په فکر تر ټولو مهم څیز دا دی چې د سیاسي حکومت او پارلیمان بالادستي باید و منل شي. په هیڅ صورت کې له ایین څخه تجاوز نه دی پکار."

طلعت مسعود زیاته کړه چې د دې تر څنګ نن سبا ترهګري په زیاتېدو ده او له تېرو څو میاشتو راهیسې په سوات او قبایلي سیمو کې تحریک طالبان پاکستان بیا فعال شوی دی.

د ده په وینا، دا هم ډېر غټ چیلنج دی چې پوځ خپل سرحدونه محفوظ وساتي.

هغه زیاته کړه، " بجټ ته به هم کتل وي چې څنګه په غوره طریقه یې استعمال کېدای شي؟ ځکه چې پاکستان دا وخت په سختو مالي مشکلاتو کې ګېر دی، مالي وسایل یې کم دي او په نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف یې زیات انحصار دی."

د پاکستان پر پوځ تل په سیاست کې د مداخلت تورونه پورې کېږي چې هغوی یې په بیا بیا ردوي. خو د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د خپلې کاري مودې تر ختمېدو اووه ورځې وړاندې د نومبر پر ۲۳مه په راولپنډۍ کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې د تېر کال په فبرورۍ کې یې د ډېر غور او فکر وروسته فیصله وکړه چې نور به په سیاست کې لاس نه وهي.

نوموړي په خپلو خبرو کې و منله چې د خدمت کولو باوجود پر پوځ ځکه تنقید کېږي چې په تېرو ۷۰ کلونو کې یې په سیاست کې مداخله کړې چې د هغه په خبره دا یو غیر اییني کار دی.


لیکوال زاهد حسین مشال راډیو ته وویل چې د پوځ نوی مشر په داسې وخت کې دنده سنبالوي چې په هېواد کې سیاسي مشکلات دي.

د نوموړي په خبره د دې نېغ په نیغه د هیواد پر اقتصاد اثر پریوځي نو پوځ ته به داسې کار کول وي چې له سیاست نه ځان لرې وساتي.

نوموړی وايي، "مخکې مو هم کتلي دي چې کله د سیاسي قوتونو تر منځ تصادم وي نو د هغې له امله د پوځ رول نور ژور شي. تر ټولو غټ چیلنج دا دی چې هغوی څنګه په خپله هغه ژمنه ولاړ پاتې شي چې نور به په سیاست کې حصه نه اخلي."

د ده په وینا، دویمه مهمه مسله دا ده چې پر پوځ دا وخت د ولس باور کم شوی دی او په ولس کې د پوځ د رول په اړه ډېرې پوښتنې پیدا شوي دي او ورباندې ډېر تنقید روان دی.

ده وویل، " اوس چې د پوځ نوی قیادت راغلی، ورته به دا کول وي چې څنګه د پوځ تاثر ښه کړي او د ولس باور څنګه بحال کړي؟ دا اسان کار نه دی. د پوځ په اړه نورې هم پوښتنې دي، د مثال په توګه چې کومې کارروایانې یې مخکې کړي دي د هغې په نتیجه کې ډېره بې چیني پیدا شوې بیا د ورکو کسانو معامله کې هم پر پوځ نېغ په نیغه الزام لګېږي."

د ۱۹۴۷ کال د اګست له ۱۴مې نېټې راهیسې، د پاکستان په خواوشا ۷۵ کلن تاریخ کې تقریباً نیمايي موده پوځي واک پاته شوی دی او جمهوري حکومتونو ډېر کم خپله موده پوره کړې ده.

په پاکستان کې پوځي جرنیلانو وخت په وخت پوځي کودتاوې کړي چې د ایین په ځنډولو سره په اقتدار کې راغلي وو.

XS
SM
MD
LG