د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحريک انصاف په لسګونو غړي نيول شوي، مظاهره چيانو حکومتي، پوځي او شخصي املاکو ته زیان اړولی


په کراچۍ کې د پولیسو او تحريک انصاف د غړو تر منځ نښتې هم شوې دي.
په کراچۍ کې د پولیسو او تحريک انصاف د غړو تر منځ نښتې هم شوې دي.

په پاکستان کې د هغه هېواد د پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د نيولو پرضد په ځينو ښارونو کې د هغه پلويانو مظاهرې کړې دي.

د مې پر نهمه، رينجرز ځواکونو عمران خان د پاکستان احتساب قامي ادارې پر امر د درغلۍ په يوه مقدمه کې ونيو چې بيا وروسته اسلام اباد های کورټ د هغه ګرفتاري قانوني عمل وګرځاوه. د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله تېر ماښام په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې عمران خان په القادر ټرسټ قضيه کې نيول شوی او نوموړي د خپل واک پر مهال له برتانيې د راغلو ۶۰ اربه روپيو غبن کړی دی.

هغه زیاته کړه: "هغه وخت چې عمران خان ولس ته د غلو او ډاکوانو په اړه نعرې وهلې او د خپلو مخالفينو پرضد يې پر دروغو ولاړې د درغلۍ مقدمې جوړولې، خپله يې هغه وخت د ناوړه درغلۍ له لارې قامي خزانې ته د ۶۰ اربه روپيو زيان ورساوه."

القادر ټرسټ قضيه څه ده؟

عمران خان او د هغه ښځې بشرا بي بي په ۲۰۱۹ کال کې کله چې هغه وزیراعظم وو، د القادر پوهنتون جوړولو لپاره القادر ټرسټ جوړ کړ. د ګارډين ورځپاڼې د راپور ترمخه، د پاکستان مشهور د ځمکو او جايدادونو کاروباري، ملک ریاض هغه مهال په برتانيه کې د ځمکو يوه قضيه کې د لندن عدالت سره ومنله چې ۱۹۰ ميليونه پاونډه به ورستنوي. برتانیې دا پيسې د پاکستان حکومت ته وليږدولې. د عمران خان په مشرۍ حکومت په دې پيسو کې څه ملک ریاض ته ورکړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ترمخه، په همدغه وخت کې،ملک رياض د هغه مهال وزيراعظم عمران خان سلاکار، زلفي بخاري ته د پنجاب په جهلم کې ۴۶۰ کاناله ځمکه اخیستې وه. بخاري دا ځمکه القادر ټرسټ ته ورکړه. ملک ریاض اعلان کړی وو چې د القادر پوهنتون ټول لګښت هغه پر غاړه اخلي.

رانا ثناالله تور پورې کوي چې دا عمران خان ته د ملک رياض رشوت وو. رانا ثناالله دا تور هم پورې کوي چې القادر ټرسټ د پیسو د سپينولو لپاره جوړ دی او د بسپنو په نامه ورته بې له حساب کتابه پیسې راځي. د پاکستان ملي احتساب ادارې د عمران خان او د هغه د ميرمن بشرا بي‌بي پر ضد په همدې اساس مقدمه جوړه کړې ده.

د پاکستاني رسنيوو ترمخه، په القادر پوهنتون کې يوازې د ساینسیز او اسلامياتو درسونه ورکول کيږي. دا هم په راپورونو کې راغلي‌چې د عمران خان او بشرا بي بي جوړ کړي دې پوهنتون کې یوازې ۳۷ زده کوونکي سبق وايي. عمران خان د درغليوو تورونه ردوي‌ خو د احتساب ادارې ترمخه، په دې اړه د مقدمو اورېدنو ته نه حاضرېده.

مظاهرې، د انټرنېټ بنديدل، نيونې

د مې پر نهمه، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د احتجاج پر مهال د تحريک انصاف د پلويانو او پوليسو ترمينځ نښتې هم وشوې چې د پوليسو په ګډون لسګونه مظاهرچيان ژوبل شول او په کوټه کې يو احتجاج کوونکی ووژل شو. حکومت په اسلام اباد سربېره په پنجاب، خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې په ځينو ځايونو کې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده عملي کړې او د خلکو پر راغونډېدو يې بنديز لګولی دی.

د عمران خان پلويان د کور کمانډر کور ته ننوتلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:39 0:00

د مې پر نهمه، احتجاج کوونکو په راولپېنډۍ کې د پوځ مرکزي دفتر (جي ايچ کيو)، په لاهور کې د کور کمانډر کور او په کوټه او مردان کې د پوځي چاوڼيو په دروازو کې املاکو ته زيان ورساوه. بلخوا پوليسو پر احتجاج کوونکو اوښکی بهېوونکی ګېس کارولی او د هېواد په بېلا بېلو برخو کې يې لسګونه احتجاج کوونکي ګرفتاره کړي دي.

د سیند حکومت ویاند مرتضی وهاب وایي په کراچۍ کې دمظاهرو په وخت سرکاري او شخصي ګاډي سوځولي املاکو ته یې زیان رسولی نو ځکه یې لږ تر لږه ۷۷ کسان نيولي دي. د هغه په خبره په سيند صوبه کې چې هر څوک د ګډوډۍ او ناامنۍ پيدا کولو کوښښ کوي، پر ضد به يې کارروايي کيږي. خو په دې صوبه کې د تحریک انصاف نن هم په کراچۍ او نورو ښارونو کې د احتجاجونو اعلان کړی دی.

د پاکستان حکومت د ملک په بېلابېلو برخو کې انټرنېټ بند کړی دی. د مشال راډيو د خبريالانو ترمخه، ټويټر، فېسبوک او انسټاګرام بند دي. د بشري حقونو نړيوالو ادارو پر حکومت غږ کړی چې د بیان ازادۍ مخنیوی دې نه کوي او انټرنېټ دې خلاص کړي.

د پاکستان تحريک انصاف مرستيال مشر شاه محمود قريشي د مې پر لسمه، په اسلام اباد کې رسنيوو ته وويل چې د عمران خان د نيولو پرضد په سپريم کورټ کې اپيل کوي. نوموړي پر عمران خان لګيدلي تورونه رد کړي او د هغه پر ضد جوړې مقدمې یې سياسي انتقام اخیستنه بللي دي.

عمران خان دا وخت د پاکستان د احتساب ملي ادارې (نېب) په بند کې دی. ټاکل شوې چې نېب به نن هغه احتساب عدالت ته د نوموړي د جسماني ريمانډ ترلاسه کولو لپاره وړاندې کوي. په عين حال کې به عمران خان په توشه خانه مقدمه کې جوډيشل مجسټرېټ ته وړاندې کېږي. دا دواړې اورېدنې به په اسلام اباد کې د پوليسو په تاڼه کې کېږي.

بلخوا شاه محمود قريشي د ګوند پر پلويانو غږ کړی چې تر هغه وخته دې "پُرامن" احتجاج ته دوام ورکړي تر څو چې عمران خان نه وي خوشې شوی. حکومت ويلي چې د ټولو مظاهرينو په خلاف به د قانون ترمخه، کارروايي کيږي.

XS
SM
MD
LG