د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د لادرکه بلوڅانو لپاره د احتجاجي کېمپ ۵ زره ورځې وشوې


د ورکو بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکی سازمان وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز د ۲۰۰۹ز راهیسې د بلوڅانو خوشې کولو لپاره غږ پورته کوي. مارچ ۲۰۲۳
د ورکو بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکی سازمان وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز د ۲۰۰۹ز راهیسې د بلوڅانو خوشې کولو لپاره غږ پورته کوي. مارچ ۲۰۲۳

د ورکو بلوڅانو لپاره د مبارزه کوونکي سازمان (وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز) مرستیال مشر ماما قدیر بلوڅ د بلوچستان په مرکز کوټه کې له پرېس کلب سره نږدې د کال ۲۰۰۹ز راهیسې په احتجاجې کېمپ کې ناست دی.

د لادرکه بلوڅانو د خوشې کولو د غوښتنې لپاره د هغه د ناستې پنځه زره ورځې پوره شوې. د ماما قدیر په خبره د ۲۰۰۹ز کال د اکتوبر پر۲۷مه یې هغه وخت دا احتجاجي کېمپ پېل کړ کله چې یې خپل زوی لادرکه شو.

ماما قدیر د مارچ پر ۳۱مه نېټه مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل: ”ماپه بېنک کې کار کاوه او تر خپل وخته څلور مېاشتې مخکې مې رېټایرمنټ واخېست. هم په هغو شپو کې د ۲۰۰۹ز کال د فبرورۍ پر ۱۳مه زما زوی لادرکه شو. تر ډېرو هلو ځلو وروسته مو پرېکړه وکړه چې احتجاجي لاره خپلوو ځکه چې زما د زوي په ګډون له ۲۰۰۰ز کال وروسته سلګونه بلکې زرګونه کسان لادرکه شوي وو او یوه ګوند هم د دغو خلکو لپاره مناسب غږ نه وو پورته کړی.

ماما قدیر وړاندې وویل، یوه ورځ یې د کوټې اېم پي اې هاسټل ته د لادرکه کسانو خپلوان سره را غونډ کړل او هم هلته یې د تنظیم نوم (وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز) انتخاب کړ. نوموړی وايي هم هلته هغه د مرستیال مشر په توګه ټاکل شوی وو او لا هم په هماغه عهده دی.

له تېرو شاوخوا څه کم څوارلسو کالو راهیسې په دغه کېمپ کې د سختې یخنۍ او ګرمۍ ورځې او شپې تېرې شوې دي. پر دې سربېره له همدې کېمپ څخه سلګونه احتجاجونه، د نه خوړو هړتالونه، پرلتونه او مظاهرې هم پېل شوې دي. د دې تر څنګ د ورکو بلوڅانو لپاره کارکوونکي سازمان وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز په ۲۰۱۳ز کال کې له کوټې څخه تر کراچۍ او له کراچۍ تر اسلام اباده ۱۰۶ ورځنی لانګ مارچ هم کړې وو.

د وایس فار بلوڅ مسنګ پرسنز احتجاجي کیمپ
د وایس فار بلوڅ مسنګ پرسنز احتجاجي کیمپ

ماما قدیر وايي، له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دی، وخت په وخت ورته ګواښونه کېږي. د هغه په خبره هر قسمه حالات یې په دغه کېمپ کې لیدلي، چې کله تېز باران وي، کله سخته ګرمي وي. خو هغه وویل: ” تر ټولو زیات مشکلات هغه وخت وو کله چې په لانګ مارچ کې زموږ سره د لادرکه کسانو مېندی او خوېندی وې او امنیتې ځواکونو اسلام اباد ته په لار موږ ته بېلا بېل خنډونه جوړ کړي ول خو بیا هم موږ خپل منزل ته ځانونه ورسول.

په بلوچستان کې د لا درکه کسانو مسله د دوو لسیزو زیاتې مودې راهیسې روانه ده. د وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز د مرستیال مشر ماما قدیر په خبره د لادرکه کسانو شمېر اوس شاوخوا ۶۰۰۰۰ ته رسېدلی دی. نوموړي مشال راډیو ته وویل چې په تېرو شاوخوا څوارلسو کالو کې یوازې تر ۱۲۰۰ لادرکه کسان راخوشې شوې دي. خو بیا زرګونه نور لادرکه شوي هم دي. نوموړي وویل دغو حالاتو ته په کتو په خپله مبارزه کلک ولاړ دی.

ماما قدیر وویل:”موږ هغه وخت زیات شرم محسوسوو چې زموږ د دومره احتجاجونو، پرلتونو او کېمپونو باوجود یوازې ۱۲۰۰ ته نږدې لادرکه کسان را خوشې شوي. ستونزه دا ده چې دلته که یو کس راخوشې کیږي نو تر هغه وخته لس نور لادرکه شوې وي“.

په بلوچستان کې د بلوڅانو د لادرکه کېدو تورونه زیاتره وخت د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو لګول کېږي خو پوځ دا تورونه ردوي او د پوځ د بدنامه کولو یوه پروپګنډه یې بولي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر مېرضیا الله لانګو تېره اوونۍ د وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز پر تنظیم تور پوری کړی وو چې دوی هغه کسان هم د لادرکه کسانو په فهرست کې شامل کړي چې له ریاست سره جنګېږي.

خو دغه سازمان وایي چې حکومت او پوځي ادارې دې هغه کسان ښکاره او عدالتونو ته وړاندې کړي چې نیولې یې دي.

په ۲۰۱۱ز کال کې د هغه وخت حکومت د بلوڅانو په ګډون د ټولو ورکو کسانو د موندلو لپاره یو خپلواک کمېشن هم جوړ کړی وو. هغه کمېشن د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر میاشت کې سپریم کورټ ته په وړاندې کړي خپل راپور کې ويلي ول چې ورسره په تېره څه د پاسه یوه لسیزه کې د ۹۱۳۳ کسانو د ورکېدو قضیې ثبت شوي چې پکې یې له ۶۰۰۰ څخه زیاتې قضیې فیصله کړې دي.

د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر په میاشت کې اسلام اباد های کورټ د بلوڅ زده کوونکو په غوښتنه د بلوچستان نېشنل ګوند چېرمین سردار اختر جان مېنګل په مشرۍ کې يو کميشن جوړ کړی وو چې تر دا مهاله یوشمېر غونډې یې کړې دي.

سردار اختر جان مېنګل د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۱۵مه په کوټه کې د ورکو بلوڅانو له کورنیو سره وليدل او معلومات يې ورڅخه غونډ کړل. د کمېشن په غړو کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړي، مدني فعالان او حکومتي لوړپوړي چارواکي هم شامل دي. افراسیاب خټک چې د ياد کمېشن غړی دی، د فبرورۍ پر ۱۸ مه یې مشال راډيو ته ويلي وو چې دوی خپل رپورټ مکمل کړی دی او اسلام اباد هايي کورټ ته به خپلې سپارښتنې وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG