د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره کارکوونکي سازمان (وایس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز) تور پورې کړی دی چې د بلوچستان د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په یوه "جعلي نښته" کې څلور داسې بلوڅان وژلي دي چې پخوا ورک شوي ول.
دا تر هغې وروسته ده چې سي ټي ډي د اکتوبر پر ۱۸مه وویل چې د بلوچستان په خاران کې یې د عملیاتو پر مهال څلور مشکوک وسلوال وژلي دي.
د ورکو بلوڅانو د موندلو او حقونو سازمان مشر نصرالله بلوڅ د اکتوبر پر ۱۸مه پر ټوېټر لیکلي دي چې که "څوک د ریاست مجرم وي، نو باید د عدالت له لارې سزا" شي او "نه چې په جعلي نښتو کې ووژل" شي.
د هغه سازمان مرستیال ماما قدیر بلوڅ تور پورې کړ چې ریاستي ادارې "اوس په جعلي پولیس نښتو" کې وار له مخه ورک "ځوانان" وژني.
ده د اکتوبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، "یوه اوونۍ مخکې په مستونګ ضلع کې څلور بلوڅان ووژل شول. وروسته په تربت کې زموږ څلور کسان ووژل شول چې وار له مخه ورک ول. اوس د خاران په پېښه کې هم څلور کسان ووژل شول او هغوی هم په زور لادرکه کړل شوي ول. له هغوی څخه یې د سلال او فرید خپلوان" د ورکو بلوڅانو موندلو لپاره "زموږ په احتجاجي کیمپ کې ناست دي. د خاران په پېښه کې یو هلک تابش وسیم هم وو چې هلته د زده کوونکو د یوه سازمان غړی وو."
بلوڅ پوښتنه وکړه چې که هغه کسان وسلوال ول او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې له سرتېرو سره یې نښته شوې وه نو بیا پکې پولیسو ته ولې مرګژوبله نه ده اوښتې.
دا څنګه خبره ده چې له کوټې ورک شول او د خاران په ځنګلونو کې یې مړي وموندل شول.فیض حمید
د ورکو بلوڅانو خپلوانو د اکتوبر پر ۱۹مه په کوټه کې د خاران پېښې ضد مظاهره هم وکړه او هلته یې د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت وهلی دی.
د دوو وژل شویو کسانو د تره زوی فیض حمید وايي، هغه زده کوونکي شاوخوا یوه میاشت مخکې له کوټې ورک شوي ول.
ده د اکتوبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، حال دا چې دواړه کسان یو ځل خوشې شوي ول، خو بیا ورک شول. "په دوی کې یې یو سلال او بل هارون وو. دا دواړه د تره زامن ول او زما هم د تره زامن ول. لومړی یې دوی له لاهوره بیولي ول. بیا څلور میاشتې وروسته لومړی هارون خوشې شو، بیا سلال. تر هغې وروسته یوه میاشت کېږي چې هارون ورک شو او داسې ۲۰ ورځې کېږي چې سلال ورک شو. ما ته یې کره نېټه نه ده معلومه، خو دوی له کوټې ورک شوي ول. بیا موږ پر فېسبوک ولیدل چې سلال او هارون له سي ټي ډي سره په نښته کې ووژل شول. دا څنګه خبره ده چې له کوټې ورک شول او د خاران په ځنګلونو کې یې مړي وموندل شول. د دوی عمرونه هم تر ۲۰ کلونو پورې ول."
خو د بلوچستان د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه وايي چې وژل شوي کسان مشکوک وسلوال ول. هغې ادارې د اکتوبر پر ۱۸مه په بیان کې وویل چې په عملیاتو کې څلور واړه وژل شوي کسان د ناقانونه بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) غړي ول.
دا لومړی ځل نه دی چې د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره هڅې کوونکی سازمان پر امنیتي ځواکونو په "جعلي نښته" کې د ورکو بلوڅانو د وژنې تور پورې کوي. تر دې مخکې په جولای کې هم ورته پېښه شوې وه چې پرضد یې د سازمان فعالانو او د وژل شویو کسانو د کورنیو غړو پرلت وهلی وو.
امنیتي ځواکونو هغه مهال ویلي ول چې د بلوچستان په زیارت کې یې د پوځ د افسر کرنل لییق بېګ مرزا تر تښتونې او وژنې وروسته عملیات وکړل او "نهه وسلوال یې ووژل". بېلتونپاله وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د مرزا د تښتونې او وژنې ذمه واري منلې وه.
د صوبې د ټرانسپورټي چارو وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته ویلي ول چې هغو کسانو د "بلوڅانو او پښتنو د دود او دستور خلاف" د ښځو او ماشومانو په موجودګۍ کې د پوځ کرنل تښتولی او بیا یې وژلی وو.
تر کېتراڼ مخکې د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو هم د جولای پر ۲۰مه په کوټه کې خبري غونډې ته ویلي ول چې په زیارت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال په وژل شویو کې هغه "پینځه کسان" هم شامل دي چې نومونه یې د "ورکو بلوڅانو په نوملړ" کې ول. ده زیاته کړه چې له دې ښکاري چې یوشمېر بلوڅان ورک شوي نه دي بلکې په "خپله خوښه" له بلوڅ وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي دي.
تر دې وروسته حکومت د زیارت پېښې پلټنو لپاره عدالتي کمېشن جوړ کړ.
د بلوڅ زده کوونکو د ستونزو موضوع
په همدې حال کې د پاکستان سېنېټ پر ووبپاڼه لیکلي دي چې د اکتوبر پر ۱۸مه د بلوچستان د زده کوونکو د ستونزو او محرومیو پلټنو په اړه د کمېشن غونډه وشوه چې مشري یې د بلوچستان نیشنل ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ غړي سردار اختر مېنګل کوله.
مېنګل تر دې یوه ورځ وروسته قامي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل، ډېر حکومتونه بدل شول خو د بلوچستان مسله هواره نه شوه. "د اکتوبر پر ۱۷مه په خاران کې څلور کسان ووژل شول. سپیکر صاحب، ډېر حکومتونه بدل شول، منتخب حکومتونه هم راغلل او غیرمنتخب هم. خو د بلوچستان مسله له ۱۹۴۷ز کال راهیسې پر ځای پرته ده. اوس زده کوونکي هم په نښه کېږي. د خاران په پېښه کې یو وژل شوی کس ځوان شاعر وسیم تابش وو. د هغه جرم دا وو چې د ورکو بلوڅانو په اړه یې یوشمېر شعرونه لیکلي ول. په دې ملک کې شاعري کول هم جرم دي."
د بلوچستان حکومت د خاران تر پېښې وروسته د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره د هڅې کوونکي سازمان د تورونو او د مېنګل څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې په کوټه کې خبریال او شنونکی شهزاده ذوالفقار وايي، حکومت باید د بلوڅ زده کوونکو ورکېدو موضوع جدي واخلي.
ده د اکتوبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، د اسلام اباد های کورټ په امر د بلوڅ زده کوونکو د مسلو په اړه کمېشن جوړ شوی دی او موخه یې همدا ده چې زده کوونکي ورک نه شي او و نه وژل شي.
دا په داسې حال کې ده چې روان کال د یوشمېر بلوڅ زده کوونکو د ورکېدو پېښې وشوې. له دې پرته د ورکو بلوڅانو د حقونو سازمان هم وايي چې زرګونه فعالان او بلوڅان ورک شوي دي چې ځینې یې مړه شوي دي.
د ورکو کسانو مسله
د لادرکه بلوڅانو د خوشې کولو لپاره مبارزه کوونکی سازمان وايي، په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې لسګونه زره بلوڅان ورک شوي چې ورڅخه یې سلګونه وژل شوي دي.
په بلوچستان کې د خلکو ورکولو تورونه پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کېږي.
خو پوځ په تېرو کلونو کې ویلي چې د ورکو کسانو شمېر هومره نه دی چې څومره یادېږي او همداراز، ځینې هغه کسان چې ورک بلل کېږي، له وسلوالو ډلو سره یوځای شوي او ورڅخه یې یوشمېر له ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي.
د ورکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره حکومتي کمېشن په ۲۰۱۱ز کال کې جوړ شوی. هغه کمېشن د ۲۰۲۲ز کال د مارچ مياشت په يو رپورټ کې ويلي ول چې تر هغه وخته یې د ۸،۴۱۵ کسانو د ورکېدو پېښې ثبت کړې وې چې ورڅخه یې د ۶،۱۶۳ قضيې هوارې کړې دي.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د اپرېل پر ۱۱مه تر خپلې ټاکنې ۱۲ ورځې وروسته کوټې ته تللی وو او هلته یې د ورکو کسانو له کورنيو سره ژمنه وکړه چې دا مسله به څېړي. هغه زیاته کړې وه چې په دې اړه به "له بااختیاره کسانو" سره خبرې کوي. تر دې وروسته، د پاکستان حکومت د مې پر ۳۰مه د خلکو په زوره د تری تم کولو د مخنيوي په اړه يوه کمېټۍ جوړه کړه چې مشر يې د قانون او انصاف وزير اعظم نذير تارړ دی.