د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشري حقونو کميسيون: بلوچستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې دي


په کوټه کې د ورکو بلوڅانو خپلوان احتجاج کوي (ارشيف)
په کوټه کې د ورکو بلوڅانو خپلوان احتجاج کوي (ارشيف)

کوټه - د پاکستان د بشري حقوقو کميسيون په خپل تازه راپور کې ويلي چې په بلوچستان کې د بشري حقوقو وضع لا هم ښه شوې نه ده. دا کلنی راپور د بشري حقوقو د کمیسيون مشرانو ای اې رحمان او عارث خلیق پرون مازديګر (د اګست پر ۲۲مه) په کوټه ښار کې د يوې خبرې غونډې پر مهال وړاندې کړ.

د پاکستان د بشری حقوقو د کمیسيون د بلوچستان څانګې مشر حبیب طاهر ایډوکېټ تر غونډې وروسته مشال راډيو ته وويل چې په دې صوبه کې د مذهبي لږکيو په ځانګړې توګه د هزاره ګانو حالت د اندېښنې وړ دی او دوی تر يوې ځانګړې سيمې محدودېږي.

د نوموړي په وينا په ټوله صوبه او په ځانګړې توګه په بلوڅ مېشتو سيمو کې پر ازادانه حرکت او راغونډېدو بنديزونه دي.

((دلته خبريالان هم ډېر اغېزمن شوي دي او پر هغوی بنديزونه دي او په ازاده توګه خپل کار نشي کولای.))

د کميسيون په راپور کې د ښځو پر وړاندې د تشدد په پېښو کې زیاتوالی هم په ګوته شوی دی. راپور وايي په یو کال کې د ښځو خلاف د تشدد ۸۴۵ پېښې درج شوي دي. په دغو کې ۳۱۶ ناموسي وژنې دي.

په راپورکي دا هم ویل شوي چې کميسيون ته تر ۵۴۰ زياتو کسانو د لادرکه کېدو خبر ورکړل شوی دی او د ۱۳۱ لادرکه کسانو د مقدمو اورېدنه شوې ده. د کميسيون يو غړي ظهور احمد شاهواني ایډوکېټ وینا وه چې يو شمېرلادرکه بلوڅان خپلو کورونو ته ستانه شوي خو هغوی د ویرې له امله اوس هم پټه خوله پاتې دي او پر دوی باندې تېر شوی حال نشي ويلای.

که څه هم حکومت تر دې دمه د بشري حقونو کميسيون د تازه راپور په اړه څه نه دې ويلي خو دوې مياشتې وړاندې د بلوچستان د کورنيو چارو وزير ضياوالله لانګو مشال راډیو ته ویلي و چې د اوسني حکومت د هلو ځلو په نتیجه کې تر ۲۰۰ زیات لادرکه کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د نوموړي په وينا حکومت د لادرکه کسانو په موندلو کې زیات کار روان کړی دی او د سېپټېمبر پر ۱۶مه نېټه به د لادرکه کسانو په اړه حکومتي کميسيون په کوټه کې کېسونو اورېدنه بيا پېل کړي.

ګل اياز په کوټه کې د سياسي چارو له شنونکي سيد علي شاه سره په بلوچستان کې د بشري حقونو د تازه حالت او اوسني راپور په اړه مرکه کړې ده چې لاندې يې د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.

بلوچستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG