د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو جرګه: د وزيرستان ګېس به لومړی موږ ته، بیا نور پاکستان ته ورکوئ


بنو جرګه
بنو جرګه

د بنو میریان، بکاخیل، اتمانزیو او ډومیل احمدزيو په سیمه کې د تېرېدونکي ګېس لپاره یو ځل بیا احتجاجي لاریون او جرګه وکړه.

د جنورۍ پر ۲۹مه دغو قبیلو په جرګه او لاریون کې له حکومته غوښتنه وکړه چې هلته دې تېریدونکی ګېس اول ځايي خلکو ته ورکړي، وروسته دې یې پنجاب او د پاکستان نورو سیمو ته ولېږدوي.

د جرګې يو ګډونوال سعید وطن یار مشال راډیو ته وویل پرېکړه وشوه چې د ګېس کمپنۍ له مشر سره به ملاقات کوي او له هغه به ليکلی ډاډ اخلي چې ځايي خلکو ته به په ګېس کې برخه ورکول کيږي. "موږ په خپلو وسایلو کې خپل حق غواړو. موږ به د ګېس کمپنۍ مشر او نورو اړونده چارواکو سره کښېنو. خپلې غوښتنې وروړو. موږ د ایین او قانون له مخې ګېس غواړو."

په جرګه کې غوښتنه وشوه چې حکومت دې د ګېس د پاکولو کارخانې هم په همدغه ځای کې جوړې کړي چې ځايي خلکو ته پکې کارونه پيدا او اقتصاد بهتره شي.

د شمالي وزیرستان په شوه کې په ۲۰۲۲ کال کې دګېس لویه زېرمه وموندل شوه چې د ګېسو کمپنۍ د رپورټ له مخې يې پيداوار یو ټریلین کیوبیک فټ دی. په سیمه کې د ګېس پایپ لاین له شمالي وزیرستانه پیل شوې چې له بکاخیلو او د بنو له یو شمېر سیمو څخه تېرېږي. د ګېس هغه پایپ لاین تر میانوالي غځول کېږي خو له څو میاشتو راهیسې بکاخیلو د احتجاج په توګه کار ورباندې درولی دی.

د بنو انتظامیې په تېر وخت کې مشال راډيو ته ويلي وو چې دوی د ځايي سيمو لپاره د ګېس د يو لاين په غځولو غور کوي خو لومړی به ورته پيسې برابروي. د بکاخیلو جرګې غړي دا وعدې تش بیانونه بولي.

یو مشر او د ګېس غوښتنې لپاره د جوړې شوې کمېټۍ غړي، ملک مست علي خان مشال راډیو ته وویل حکومت بايد عملي ګامونه واخلي. هغه زیاته کړه چې تر څو د دوی غوښتنې منل شوې نه وي، تر هغه دغلته به پر پايپ لاين د کار کولو اجازه نه ورکوي. "حکومت چې پنجاب ته د ۱۸ ااینچه پایپ لاین غځولو پیسې لري نو زموږ د لاين لپاره یې ولې نه لري؟ تر څو یې چې ځايي‌خلکو ته ګېس نه وي‌ ورکړی، بل ځای ته به یې يو اينچ لاين غځولو ته هم نه پريږدو. دا د جرګې پریکړه ده."

ځايي انتظامیې مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي‌ چې کوښښ کوي د ځايي مشرانو سره د خبرو له لارې دا مسله حل کړي. د دوی په وينا مخکې یې هم په دې اړه مذاکرات شوي او خلکو ته یې ويلي چې نه يوازې ګېس به ځايي کليو ته ورکول کيږي بلکې په بکاخېلو کې به د ګېس اډه هم جوړيږي.

XS
SM
MD
LG