د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبرپښتونخوا کې سي اېن جي پمپونه درې مياشتې وروسته بيا پرانيستل شوي


د پاکستان حکومت په هېواد کې د ګېس د کمښت له کبله هرکال په ژمي کې سي اېن جي پمپونو ته د ګېس ورکول يا خو په بشپړه توګه دروي يا يې محدود کړي. عکس له ارشېفه
د پاکستان حکومت په هېواد کې د ګېس د کمښت له کبله هرکال په ژمي کې سي اېن جي پمپونو ته د ګېس ورکول يا خو په بشپړه توګه دروي يا يې محدود کړي. عکس له ارشېفه

په خيبرپښتونخوا کې تر څه باندې دريو میاشتو وروسته د مارچ له ۱۶مې څخه سي اېن جي پمپونو په بشپړه توګه پرانيستل شوي دي.

د ال پاکستان سي اېن جې اېسوسي اېشن د خيبرپښتونخوا څانګې مشر فضل مقيم مشال راډيو ته وویل چې د مارچ له ۱۶مې نيټې به سي اېن جي پمپونه ټوله اوونۍ د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانيستي وي.

هغه زیاته کړه: "د پېټرول قیمتونه ډېر لوړ دي نو خلکو ته د ګېس ګاډي واره کوي نو ځکه د (سي اېن جي پمپونو) په خلاصېدو خلک ډېر خوشحاله دي."

په پاکستان کې د پېټرولو د ګرانۍ له کبله په ميلینونو خلک خپل ګاډي په ګېس چلوي. په پېښور کې يوه رکشه چلوونکي دروېش د مارچ پر ۱۶مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې د سي اېن جې پمپونو په بشپړه توګه په خلاصېدو خوشحاله دی. هغه وايي چې اوس به د پخوا په پرتله لږ ډيرې پیسې ګټي.

هغه زیاته کړه: "سي اېن جي (پمپونه) تړلي ول او په پېټرولو رکشه چلولو کې واره (ګټه) نه وه. موږ به د حکومت په ټاکلې کرایه چلوله چې ماښام ته به مو هسې ۱۰۰ یا ۲۰۰روپۍ وګټلې خو اوس چې سي اېن جي خلاصه شوه نو لږ څه ساه به واخلو."

د ګېس کم فشار په پېښور کې د سي اېن جي ګاډو روزګار په ټپه درولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

تر دې وړاندې به په خیبر پښتونخوا کې په اوونۍ کې درې ورځې د اتو، اتو ساعتونو لپاره پمپونه خلاص ول چې ورته به په لسګونو ګاډي په قطار کې ولاړ ول.

د پاکستان حکومت په هېواد کې د ګېس د کمښت له کبله هرکال په ژمي کې سي اېن جي پمپونو ته د ګېس ورکول يا خو په بشپړه توګه دروي يا يې محدود کړي.

حکومت پروسږ کال په ډېسېمبر مياشت کې پمپونو ته ګېس ورکول محدود کړي ول. د پمپونو د اتحاديې مشرانو په دې لړ کې احتجاجونه هم کړي دي.

په خيبرپښتونخوا کې د سي اېن جي ۶،۰۰۰ پمپونه دي چې د مالکانو په وينا يې، دوی په دې صنعت کې پراخه پانګونه کړې خو د ګېس د لوډشېډنګ له کبله نه یوازې له لویو مالي زیانونو سره مخامخ دي بلکې په زرګونو کارکوونکي يې روزګارونه له لاسه ورکړي دي.

د سي اېن جي پمپونو د اتحاديې یوه غړي اينجینېر عالم زېب د فبرورۍ پر دويمه نېټه مشال راډيو ته ویلي ول چې دوی ځکه په سي اېن جي صنعت کي پانګونه کړې وه چې د پاکستان د ایین له ۱۵۸مې مادې سره سم ورته دا تحفظ حاصل وو چې لوډشېډنګ به نه کېږي.

"په خیبر پښتونخوا کې د ګیس [ورځنی] پیدوار تر ۴۰۰ [ميلیونه مکعب فيټه] زیات دی او ضرورت يې تر دې کم دی یعني صوبه له خپل ضرورته له ۲۰ څخه تر ۴۰ فیصده پورې زیات ګیس پيدا کوي. دويم لوی ظلم زموږ سره دا کېږي چې د ګیس پريشر ډېر کم وي."

د پاکستان حکومت تل دا دريځ خپل کړی چې سي اېن جي پمپونو ته ګېس ځکه محدودوي چې غواړي کورونو ته زیات څخه زیات ګېس ورسېږي خو پر دې سربېره هم د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې کورونو ته په ژمي کې ګېس پوره نه رسېږی او په ځېنو برخو کې خو ان حکومت د لوډشېډنګ رسمی اعلان هم وکړي.

د فبرورۍ پر دويمه نېټه د پاکستان د توانايۍ وزیر حماد اظهر پر ټوېټر ليکلي چې په هېواد کې د ګیس سرچینې نهه فیصده کمې شوې دي.

پاکستان له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې د انرژۍ له کمښت سره مخامخ دی نو ځکه هر کال له بهره د ګیس اخیستو ترڅنګ هڅه کوي چې له اوبو څخه د برېښنا پیدا کولو پروژې عملي کړي.

XS
SM
MD
LG