د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان: د ګېس او تېلو کمپنۍ پر کارکوونکیو برید ۶ تنه وژلي


د شمالي وزيرستان په سپينوام تحصيل کې نامعلومه وسله والو د تیل او گیس ماړي پيټروليم کمپنۍ څلور کارکوونکي او ورسره دوه ايف سي سرتېري وژلي دي.

د چارواکو په وينا دا پېښه نن سهار هغه مهال وشوه کله چې د ماړي پيټروليم کمپنۍ کارکوونکو په دغه سيمه کې د تېل او گیس سروې کوله چې نامعلومه کسانو ډزې پرې وکړې.

د دوی په وینا په پېښه کې د اېف سي څلور سرتيري ژوبل شوي هم دي. وژل شوي او ژوبل په سمدستي توګه ځايي روغتون ته رسول شوي دي.

د شمالی وزیرستان په سپینوام کی د ماړي په نوم د تېل او گیس را-ایستلو دې کمپنۍ باندې تر دې وړاندې هم درې ځله بريدونه شوي چې کاروکوونکي يې پکې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG