د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د ماړي پټرولیم کمپنۍ دوه کارمندان وژل شوي


له ارشیفه
د شمالي وزیرستان په یوه غرنۍ سیمه کې د پاکستاني پوځ یوه عسکر
له ارشیفه د شمالي وزیرستان په یوه غرنۍ سیمه کې د پاکستاني پوځ یوه عسکر

چارواکي وایي د شمالي وزیرستان سپین وام کې بېګا ماښام د ماړيپټرولیم کمپنۍ پر کارمندانو په وسله وال برید کې د کمپنۍ دوه تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د یادې کمپنۍ چارواکي وايي، د دوی کارمندانو چې هلته یې په سیمه کې د تېلو او ګېس لټون کولی تر خپل کار وروسته د سپین وام په دته خېلو کې د راګرځېدلو پر وخت پرې ناڅرګندو وسلوالو ډزې وکړې. د دوی په وینا بریدګر تښتېدلي دي. د دغه برید ذمه واري حکیم الله مسود ډلې او حزب الله احرار دواړو پر غاړه اخیستې ده.

ماړي پټرولیم کمپنۍ له تېرو څو میاشتو راهیسې په وزیرستان کې د تېلو او ګېس په لټون بوخته ده او په شا او خوا غرونو کې سروې کوي، دا درېم ځل دی چې پر کارمندانو یې وسلوال بریدونه ترسره کوي. په مخکینیو بریدونو کې یې هم پنځه کارمندان وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان یوځل بیا هدفې وژنې او بمي چاودنې پيل شوې دي چې پکې لسګونه ولسي او سرکاري وګړي مړه او ژوبل شوي دي.

دغه وروستیو پېښو ځايي ولس اندېښمن کړی دی. او د دغه پېښو پرضد یې بیا بیا احتجاجونه هم کړي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ هم د اپرېل په ۱۴مه په میرام شاه کې د هدفې وژنو خلاف او د خپلو نورو غوښتنو لپاره د جلسې اعلان کړی دی او خپلې غونډې ته د ولس رابللو لپاره کور پر کور ګرځي.

XS
SM
MD
LG