د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال عاصم منير د پاکستاني پوځ نوی مشر مقرر شو


جنرال عاصم منير
جنرال عاصم منير

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د پوځ د مشر په توګه د جنرال عاصم منير او د پوځي مشرانو د ګډې کمېټۍ د مشر په توګه د جنرال ساحر شمشاد مرزا مقرري تاييد کړه.

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزیب نن (د نومبر پر ۲۴مه) پر ټويټر ليکلي چې د دغو دواړو نومونه او د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د مقررۍ پرېکړه یې ولسمشر ته د تاييد لپاره لېږدول شوې ده. تر دې وروسته د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف رسنيو ته وويل چې ولسمشر د دغه مقرريو پر تاييد لاسليک وکړ.

جنرال عاصم منير د پاکستاني وزيراعظم شهباز شریف سره ملاقات هم کړی دی. د نومبر پر ۲۴مه د وزيراعظم له دفتره په خپره شوې يوې بې غږه ويډيو کې ښکاري چېدغو دواړو د وزيراعظم په دفتر کې سره ليدلي دي.

عاصم منير څوک دی؟

د پاکستانی رسنيو تر مخې جنرال عاصم منیر د پوځ روزنيزې اداری منګلا څخه د افسرۍ په امتحان کې بریالۍ شوی دی او د خپل کاري مودې پر مهال یې د پوځ د اوسني مشر جنرال قمر باجوه لاندې يې د هېواد په شمالي سيمو کې د برېګېډيير په توګه کار کړی دی.

هغه په ۲۰۱۲ز کال کې د پوځ استخباراتي ادارې (اېم ای) مشر شو او وروسته په ۲۰۱۸ز کال کې د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر جوړ شو چې بیا ۸ میاشتې وروسته له دې څوکۍ څخه لیرې کړل شو او پر ځای يې جنرال فیض حمېد وټاکل شو.

ایا پوځ به په سیاست کې له مداخلې لاس واخلي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:48 0:00

د ای اېس ای له څوکۍ څخه تر لیرې کېدو وروسته هغه د ګوجرانوالا کور کمانډر جوړ شو چې بیا دوه کاله وروسته په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکزي دفتر (جي اېچ کيو) کې د کوارټر ماسټر پر څوکۍ وګمارل شو چې دا مهال پر هم دې عهده دی.

د پاکستان شخصي ټېلېوېژن وايي چې جنرال عاصم منیر به د پاکستان پوځ هغه لومړی مشر وي چې د دوو مهمو استخباراتي ادارو ای اېس ای او اېم ای مشر پاتې شوی دی.

عاصم منير ولې د پوځ مشر وټاکل شو؟

شهباز شريف د جنرال قمر جاويد باجوه پر ځای د جنرال عاصم منير د ټاکلو پرېکړه کړې ده. جنرال باجوه د نومبر پر ۲۹مه ريټایرډ کيږي. هغه د نومبر پر ۲۳مه په خپله اخري وينا کې ويلي وو چې نه غواړي نور د خپل کار موده وغځوي.

باجوه د پاکستان تحريک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان نيوکو ته په اشاره وويل چې کله پوځ په سیاست کې مداخله ونه کړه نو نیوکې پرې شروع شوې.

عمران خان د ۲۰۲۲ کال په اپريل کې د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد په نتيجه کې په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد د تحريک له لارې له وزيراعظمۍ ليرې شوی وو.

عمران خان تر دې وروسته په کړو احتجاجي جلسو کې ويلي‌ وو چې پوځ بايد بې طرفه نه وای پاتې شوی. هغه زیاته کړې وه چې "يوازې ځناور بې طرفه کیدلی شي". نوموړي تور پورې کړی وو چې پوځي ایسټبلیشمينټ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د اوسني ايتلافي حکومت سره ملګرتيا کړې ده. خو پوځي وياندانو دا رد کړې وه او ويلي یې وو چې له سیاست سره کار نه لري.

د عمران خان د دې نيوکو له امله د پاکستاني پوځ د نوي مشر ټاکنه هم د ډېرو بحثونو لامل شوه. نوموړي البته تېره مياشت ويلي وو چې نوی پوځي مشر دې د وړتيا پر اساس وټاکل شي خو وروسته یې وويل چې دا د وزيراعظم (شهباز شريف) اختيار دی چې څوک د پوځ مشر ټاکي البته هغه احتساب غواړي.

بلخوا د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف په وروستيو کې ويلي ول چې هغه به د افسرانو کار، تجربې او سابقې ته په پام د نوي پوځي مشر ټاکلو پرېکړه کوي.

XS
SM
MD
LG